افغانستان

ګلبدین حکمتیار: غیر بایومټریک شوې رایې نه منو

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، ۱۰تله، ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي مشر او د ولسمشریزو ټاکنو یو تن نوماند «ګلبدین حکمتیار» وایي، د ټاکنو پایلې هغه وخت ورته د منلو وړ دي، که د ټاکنو کمېسیون یوازې بایومټریک شوې رایې وشمېري.

حکمتیار وویل «د افغانستان موجوده حکومت په خپل ټول توان د دولت ساز ټیم په ملاتړ کمپاین کاوه، په ولایتونو کې امنیه قومندانانو په شمول والیانو او نور دولتي چارواکي د دولت ساز ټیم غړي او کمپاینران وو او په داسې حال کې چې زموږ په کمپایني ناستو باندې بریدونه کېدل یو شمېر کاندیدان په الوتکو کې ګرځېدل او بدرګه کېدل».

نوموړي زیاته کړه « د ټاکنو کمېسیون دې خپل مسؤولیت ادا کړي،  د رایه ورکوونکو سمه شمېره دې اعلان کړي،  یوازي بایومیټرک رایې دې وحسابي او نورې رایې دې باطلې اعلان کړي.»

د حکمتیار په قول« د پارلماني انتخاباتو کمشنران ځکه له دندې وشړل شول او په مختلفونو تورونو تورن شول، تر څو د ولسمشریزو ټاکنو کمشنران وویروي، خو هغوی باید دغه ویره د هیواد په خاطر صرف نظر کړي.

د نوموړي په خبره،  له خپل کمپاین او ټیم څخه راضي او خوښ دی، کوم هدف چې تر لاسه کول یې غوښتل، هغه یې تر لاسه کړی دی او په دوه میاشتو کې يې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې ۵۰ غونډې کړي او ۸۰ انتخاباتې ناستې يې کړي دي، چې تر ټولو نورو ټیمونو منظمي او پر نفوسه وې.

حکمتیار  دې تر څنګ یاده کړه، چې عبدالله عبدالله او اشرف غني ورته د یو ځای کېدلو وړانديز کړی وو او له ۳۵-۴۵ سلنه منصبونو د ورکړې وعده یې هم کړې وه؛ خو نوموړي رد کړی «مونږ هغه وخت د دواړو ټیمونو ته وویل چې په دوه شرطونو باندي موافقه کوم چې هغه کې یو هم د تذکرو څخه د سټیکر شرط حذفول او همداسي ریاستي نظام په پارلمانې بدلول دي چې په هغه کې به لومړی وزیر ټول تنفیذي صلاحیتونه لري.»

نوموړي د اشرف غني په مشرۍ دولت ساز ټیم تورن کړ، چې د انتخاباتو د امنیت په پلمه يې دوه زره افغانان ووژل، چې اکثریت یې ملکي وګړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

هماغه خبره کوی چی کله جوبایډن کړی وو چی غواړی افغانستان په دری تقسیم کړی او خپل دایمی آډی په پاکستان کی ولری او دلته په افغانستان کی فدرالی سیستم باندی ټینګار کاوو چی مخکی له ټاکنو پدرام او عبدالله دا خبره په ۲۰۱۴ له نتیاجو وروسته کولی چی آخر ورته یی د ریاست اجراییه چوکی جوړ او دده په نوم کړ. نو داسی ښکاری چی پدرام، عبدالله، حکمتیار نظر یو دی ځکه دوی دریواړه فدرالی نظام غواړی چی دا غوښتنه د پاکستان، امریکا او برتانیه دی چی اوس وخت کی ولس لدی ډول تشکیل او د دولت له جوړښت… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

یو ## وایی د حوا په پلار به غیربایومټریک رایی حسابواوبل قاتل وای زه غیربایومټریک رایی نه منم او دغه دواړه غله په دی نه پوهیږی چی د دوی د ###لونډه(امریکا) وختی خپل غلام انتخاب کړی دی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x