افغانستان

ډيپلوماټ مجله: امریکا د افغانستان په نه ختمېدونکې جګړه کې ښکيل ده

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، ۱۰تله، ۱۳۹۸ل): «ډيپلوماټ» مجلې په افغانستان کې د امریکا د اتلس کلنې جګړې په اړه ليکلي، چې د هر ډول فشارونو، جګړو او لګښتونو سربېره اتلس کاله وروسته هم په افغانستان کې جګړه روانه ده.

«ډيپلوماټ» په يوه اوږده مقاله کې ليکلي، امریکايي عسکر له تېرو اتلسو کلونو راهيسې په داسې جګړه کې ښکېل دي، چې امریکا لپاره له مالي او ځاني پلوه درانه زيانونه لري او د پای څرک يې نه ښکاري.

مجله زياتوي، د تېر سپټمبر مياشت کې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه شوې او ورسره جګړو زور واخيست.

د «ډيپلوماټ» په وينا د دغو جګړو ډېری قربانيان ملکي وګړي دي.

مجلې ټينګار کړی، چې د افغانستان جګړه د زور له لارې نه ګټل کيږي او بايد امریکا له طالبانو سره بېرته د سولې خبرې پيل او روانه جګړه له سوله‌ييزو لارو پای ته ورسوي.

ډيپلوماټ مجلې دا مطلب په داسې حال کې خپور کړی، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له روسي او چينايي چارواکو سره له ليدو وروسته تېره شپه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي، خلیلزاد به نن له پاکستاني چارواکو سره د سولې خبرو د بيا پيلېدو په اړه خبرې وکړي او د طالبانو د سياسي دفتر پلاوی به هم اسلام اباد ته سفر وکړي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهیل شاهين ويلي، د طالبانو سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی نن د اکتوبر په ۲مه اسلام اباد ته ځي، هلته به له پاکستاني چارواکو سره په يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړي.

ښاغلي شاهين په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو په ظاهره داسې ښکاري، چې د سفر اجنډا به د سولې موضوع وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

ترڅو په سیمه کی د پاکستان په نوم یوه جدید التشکیل هیواد وجود ولری چی خبری به د اسلام ددفاع کوی مګر هدف به یی د مسلمانان بیا په تیر افغانانو ترور او وژنه وی، او امریکا سره په مسلمان وژنه کی ۲۰۰۱ کال په شان همکاری او آډی ورکړی، هیڅ وخت دا جګړه ختمه نشی ځکه چی اوس افغانانو لپاره انګریزانو دوهم اسرایل دلته په سیمه کی زیږولی، ترڅو بیرته د ملګری ملتونه، نړیواله امنیت شورا د دوی نظامی او سیاسی مداخلی له نظر لاندی تیری نکړی که پام مو وی حمدالله محب دی خبری ته اشاره هم وکړه،… نور لوستل »

A saeed

عمران خان ته په احترام
دا نور پاکستانېان به په خړو سترګو
ملا صاحېب برادر ته ناست وې
چی ده امرېکا بابا په حکم ئ. دا مجهاهد
له بنده خلاص کړو
خو ده
الله ج
په محکمه کشی به پوشتنه کېږې
انشاالله
ده دوئ ظلمونه اوناڅوانېانی ده مسلمانانو شه په
ېاد دې

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x