
ډيويليئرز بيګ باش ليګ کې د مجيب لوبډلې سره يوځای شو
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۸ل): د نړۍ مشهور سويلي افريقايي کرېکټر ای بي ډيويليئرز د لومړي وار لپاره د استراليا په بيګ باش ليګ کې واخيستل شو.
ډيويليئرز چې په کرېکټ کې ځانګړی نوم لري په ياد ليګ کې د افغان سوکه توپ اچونکي مجيب ځدران او ظاهر خان سره يوځای په بريسبين هيټ لوبډله کې شامل شو.
https://twitter.com/HeatBBL/status/1178776235956039680?s=19
د ۲۰۱۹/۲۰م کال بيګ باش ليګ سيالۍ چې د ديسمبر مياشتې په ۱۷مه نېټه پیلیدونکي دي، د افغان کرېکټ ملي لوبډلې څخه هم ۴ لوبغاړي لوبيږي.
مجيب ځدران چې څو واره يې په هند غوره ليګ کې ډيويليئرز سوځولی دی اوس به د نوموړي سره يوه لوبډله کې لوبيږي.
په ياد ليګ کې ۸ لوبډلې ګډون کوي، چې د افغان لوبغاړو لخوا په کې راشد خان د اډليډ سټرايکرز، محمد نبي د ميلبورن رينيګيډز، مجيب ځدران او ظاهر خان د بريسبين هيټ لوبډلو لخوا لوبيږي. له دې وړاندې قيس احمد په هوبارټ هوريکنز لوبډله کې لوبېدلی دی.
د يادونې ده چې د بيګ باش ليګ تېر کال اتلولي د محمد نبي لوبډلې ميلبورن رينيګيډز ګټلې وه، خو محمد نبي په پايلوبه کې ګډون نه درلود.