
د سعودي سپيناوی: ایران ته مو پيغام نه دی لېږلی
نن ټکی اسیا(چهارشنبه، ۱۰تله، ۱۳۹۸ل): د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر ويلي، چې هېواد يې د ایران ولسمشر ته هېڅ پيغام نه دی لېږلی او په دې اړه د تهران د حکومت ادعا بې بنسټه بولي.
عادل الجبیر تېره شپه د ایران په اړه په خپلو ټويټر پيغامونو کې د ایراني چارواکو ادعاوې رد کړي دي.
نوموړي زياته کړې: «ځينو دوستو هېوادونو د روان تاوتريخوالي پر مهال له سعودي د زغم غوښتنه کړې وه او سعودي هم روښانه کړې وه، چې په سيمه کې امنيت او ثبات غواړي.»
1- ماذكره متحدث النظام الإيراني من أن المملكة ارسلت رسائل للنظام الأيراني هو أمر غير دقيق. ماحدث هو أن دولاً شقيقة سعت للتهدئة، وابلغناهم بأن موقف المملكة يسعى دائما للأمن والاستقرار في المنطقة.
— Adel Aljubeir عادل الجبير (@AdelAljubeir) October 1, 2019
د ایراني حکومت وياند علي ربيعي ويلي و، سعودي د نړۍ د يو شمېر مشرانو په واسطه د ولسمشر حسن روحاني په نوم د سولې پيغام رالېږلی دی.
ربيعي زياته کړې وه، که سعودي په خپل دريځ کې بدلون راولي، نو ایران يې هرکلی کوي.
د ایران او سعودي ترمنځ لفظي ناندرۍ په داسې حال کې روانې دي، چې د تېره سپټمبر په څوارلسمه سعودي کې د تېلو پر دوو سترو چاڼځايونو ډرون بریدونه شوي وو، چې له امله يې د سعودي د تېلو پنځوس سلنه صادرات کم شوي دي.
امریکا او سعودي د دې بریدونو پړه پر ایران اچولې، خو ایران دا تورونه رد کړي دي.
عادل الجبیر په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، سعودي خپلو دوستو هېوادونو ته ويلي، د تاوتريخوالي د کمولو وړانديز هم بايد د هغه هېواد له لوري وشي، چې د خپلو کارونو او بریدونو له لارې په سيمه کې تاوتريخوالي ته لمن وهي.
د سعودي د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، چې د ایران په اړه يې نه يوازې خپلو دوستو هېوادونو ته خبر ورکړی، بلکې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې يې هم په دې اړه خپل دريځ روښانه کړی دی.