نړۍ

ټرمپ: زما پر ضد د کودتا هڅه روانه ده

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، ۱۰تله، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر د ولسي جرګې له لوري د وروستيو څېړنو او استيضاح په اړه ويلي، د ديموکراتانو له لوري د استیضاح غوښتنه د ده د ګوښه کولو هڅه نه ده، بلکې د اوسني حکومت د نسکورولو، د ولس د غږ او ازادۍ د سلبولو هڅه ده.

ټرمپ په خپل ټويټرپيغام کې دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې نوموړي دوه ورځې وړاندې د يوه امريکايي مذهبي مشر د وينا يوه برخه راخيستې وه: «که ديموکراتانو د ټرمپ په ګوښه کولو وتوانېدل، امریکا کې به کورنۍ جګړه پېښه شي او امریکا به سره وويشل شي.»

د ديموکرات ګوند غړې او د ولسي جرګې مشرې نينسي پلوسي پر ولسمشر او د راتلونکو ۲۰۲۰ کال ولسمشريزو ټاکنو لپاره د جمهوري پلوو نوماند ډونلډ ټرمپ تور لګولی، چې نوموړي په راتلونکو ټاکنو کې د بريا لپاره د اوکراين له ولسمشر څخه مرسته غوښتې ده.

په ولسي جرګه کې اکثريت د ديموکراتانو دی او د ديموکراتانو استازي پر ولسمشر ټرمپ تور پورې کوي، چې د ۲۰۲۰ ولسمشر ټاکنو د بريا لپاره ولسمشر ټرمپ د اوکراين په مرسته د خپل ديموکرات سيال جوبايډن د شخصيت سپکولو هڅه کړې ده.

ټرمپ له خپل اوکرايني سيال سره څه ويلي؟

سپينې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ او د اوکراين د ولسمشر ولودمير زيلينسکي د ټيليفوني خبرو ځينې برخې خپرې کړي، چې ټرمپ په کې خپل اوکرايني سيال ته وايي، د جوبايډن زوی هنټر بايډن چې په اوکراين د ګازو په شرکت کې پانګوال دی، بايد پر ضد يې پلټنې پيل کړي.

ټرمپ دا هم ويلي، چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستيال او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ديموکراتانو نوماند جوبایډن په ۲۰۱۶ کال کې د اوکراين لوی څارنوال په ګوښه کولو کې رول درلود؛ ځکه هغه څارنوال د جوبایډن د زوی پر ضد د څېړنو غوښتنه کوله.

د ولسي جرګې مشرې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د ملي امنيت پر ضد ګواښ بللي او ټينګار يې کړی، چې هېڅوک له قانونه لوړ نه دي او ولسمشر بايد ځواب ووايي.

ټرمپ تيره اونۍ په خپلو څرګندونو کې د ديموکراتانو له لوري د استيضاح او پلټنو غوښتنه د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د هغه شخصيت سپکول بللي او وايي، چې ديموکراتان ټاکنې بایلي؛ ځکه يې د داسې پلټنو غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسي جرګه کې د ديموکراتانو اکثريت دی، که د څېړنو په پایله کې ټرمپ ملامت شو، کېدای شي له ولسمشرۍ ګوښه او محکمې ته د مجرم په توګه ور وپيژندل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا د امريکی د زوال او ډوبيدو شروع ده ان شاءالله

اجمل

جمیل ته: دا ټول د ستا، بیانزی او مجاهد دعاګانی دی.

مجاهد

زما زړه کی هم تیره شوه چه طالب مشرانو او کشرانو به ورته ښیری کړی وی یا د طالبان ازار ووهلو، اوایلو کی یی د خبرو کولو شروع کولو د پاره یی ننواتی کولی اسلامی هیوادونه یی طالبانو ته واسطه کول یو کال یی هم خپل ، هم د طالبانو او هم نړیوالو وخت ضایع کړو، تر دی چه توافق هم وشو صرف لاسلیک او اعلانونو ته باتی وه چه فاحشه خانه کی زیږیدلی په یوه ټویت هر څه لغوه کړل او یو امریکایی عسکر یی د دی کار د پاره بهانه جوړه کړه ، چه ټول نړیوال ورباندی بد… نور لوستل »

غ.حضرت

د ګوزی زویه ترامپه!
زموږ پر وطن او اوولس دا یوه پېړۍ د انګلوساکسون او شوروی او نورو استعمارګرانو لخوا کودتاوی سوی وې او وسوې او همدا نن هم کیږی او دوام لری خو زموږ وولس تا او ستا کسانو غوندی دومره بې صبری او ناشکری نکوی.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x