افغانستان

کاپيسا: د دولتي عسکرو هاوان بريد کې ۶ ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، ۱۰تله، ۱۳۹۸ل): د ملکی وګړو په کورونو د هوايي بريدونو او شپنيزو چاپو په دوام دا ځل بیا دولتي عسکرو په کاپيسا ولايت کې د يو ملکي وګړي په کور د هوان بريد کړی دی او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۶ تنه ملکي وګړي وژلي او دوه نور ټپيان کړي دي.

راپورونه وايي چې دولتي عسکرو تيره ورځ د کاپيسا ولايت نجراب ولسوالۍ د افغانيه درې په باقر خېلو کلي باندې د هاوان بريدونه کړي دي او د حاجي فاروق په نامه د ملکي وګړي کور يې په نښه کړی دی چې په نتيجه کې يې د هغه ميرمنه، دوه لوڼې، يوه لمسۍ او دوه کوچني زامن وژل شوي او خپله حاجي فاروق او اينګور يې ټپيان دي.

که څه هم له دې پيښې وروسته د کورنيو چارو وزارت ادعا کړې وه چې دغه ملکي وګړي د طالبانو د يو خښ شوي ماين په نتيجه کې وژل شوي دي خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد دا ادعا رد کړې ده او ويلي يې دي چې ځينو رسنيو هم ددې پر ځای چې د پيښې په اړه د دوی نظر واخلي يا له بلې کومې لارې واقعيت معلوم کړي دا کاذب خبر يې بدرګه کړی دی.

مجاهد ويلي دي چې مرګ ژوبله په کور کې دننه د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله رامنځته شوې ده او ټوله سيمه ددې خبرې شاهدي وايي او په وينا يې چې سيمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده او هلته د ماين ايښودلو کومه اړتيا نه وه.

ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې د پيښې د لاڅرنګوالي لپاره رسنۍ کولای شي چې د پيښې سيمې ته ورشي او حالات پخپله وويني.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ګډو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په کورونو چاپې او بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زیاتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x