
اندرابي: که طالبان له سولې پروسې سره یو ځای نه شي، وبه ځپل شي
نن ټکی اسیا(چهارشنبه، ۱۰تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزیر «مسعود اندرابي» طالبانو ته ګواښ کړی، چې که هغوی له سولې پروسې سره یو ځای نه شي؛ وبه ځپل شي.
اندرابي چې په بلخ کې یې د پولیسو یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « طالبان دوې لارې لري، یا به له سولې پروسې سره یو ځای کېږي او یا به خپل ژوند له لاسه ورکوي، د طالبانو د رهبري اداره له منځه تللې نو هغوی یوازې یوه لاره لري او هغه له سولې پروسې سره یو ځای کېدل دي».
نوموړي زیاته کړه « موږ به کله هم طالبانو ته اجازه ورنکړو، چې د زور له لارې واک ته ورسېږي».
د ګډ حکومت چارواکي داسې مهال د طالبانو د ځپلو ګواښونه کوي، چې د هیواد په هره برخه کې طالبان د پرمختګ په حال کې دي او په پرلپسې ډول د دولت تر کنټرول لاندې سیمې تر خپل واک لاندې راولي.
همدا اوس په تېره یوه اونۍ کې د هیواد په شمال کې درې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي او په تخار ولایت کې سلګونه دولتي عسکر د هغوی تر محاصرې لاندې دي.
كه بادار د درسره نوي نو يوه ورځ به هم ټینګ نشي،
يوه ورځ وروسته به كولاب كي يي
یوازې په جنګ نه طالب بریالی ده نه حکومت که د پوستو او ولسوالیو په نیولو او بیرته خوشې کولو دین یا وطن ته خدمت کیدی یا څوک بریالی او یا ناکامیدلای نو دا چاره به وختې شوی وای
چپ شه ###٫ دونه غت لاپ مه وهه چی ستا بدفوسکه خوله د نور بدرنگی گنجایش نه لری.
اندرابي: او برادر لاف نه زنم شاف نه زنم ديگه چي کنم. با ای عسکرای شوله پوله خو ولاگه طالبارا شکست داده بتانيم، امريکایا هم از ما بيزاز شدن !
رحمان بابا وایی .
[[ که الله درسره مل نه وی رحمانه که لښکری درسره وی یک تنها یی ]]
د کابل د غلامی اداری سره په اجیره اردو ، بولیسو ، ملیشو او داسی نورو سربیره د امزسکا به ګډون ټول نړیوال کفر او منافقین ملتیا لری دا چه الله ج ورسره ملتیا نه لری د یو ګروپ بی سراو سامان طالب مجاهدینو له خوا یی باداران د ګیدړانو به شان بغاری وهی نو د غلامانو لاپی خو د خندا وړ دی