
چارواکي: په تخار ولایت کې امنیتي ځواکونو د طالبانو په وړاندې د جګړې توان له لاسه ورکړی
نن ټکی اسیا(چهارشنبه، ۱۰تله، ۱۳۹۸ل): د تخار ولایت ځايي امنیتي چارواکي وایي، طالبان په تخار ولایت کې ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي او امنیتي ځواکونو د هغوی په وړاندې د مقاومت توان له لاسه ورکړی.
د تخار ولایت د ولایتي شورا منشي «محمد اعظم افضلي» وايي « طالبانو د تخار ولایت د خواجه غار او بهارک ولسوالیو تر نیولو وروسته د مرکز په لور سیمې پراخې کړې او امنیتي ځواکونه د هغوی په تمبولو کې پاتې راغلي».
چارواکي داسې مهال د تالقانو ښار ته د طالبانو د رسېدلو خبر ورکوي، چې دې ډلې څو ورځې وړاندې یو په بل پسې ددې ولایت دوو ولسوالیو ته سقوط ورکړ او تر خپل کنټرول لاندې یې راوستې.
بل لور ته طالبان داسې وخت په هیواد کې مخ په وړاندې روان دي، چې حکومت په پرلپسې ډول د طالبانو د ځپلو ګواښونه کوي او ادعا کوي، هغوی به د جګړې په ډګر کې له پښو وغورځوي.
بس سبا به په خیر که خدای کول تخار فتحه شی. او دی سره به سوله په ټول افغانستان کی راشی. په کلیو کی ځوانان هم په ختمیدو دی خو دا جګړه روانه ده. خدای خبر چی طالب به څه وخت پوه شی.