افغانستان

ډایکنډي کې د پولیسو قوماندان په ښځینه پولیسې جنسي تېری کړی

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، ۱۰تله، ۱۳۹۸ل): د ډایکنډي ولایت د کجران ولسوالۍ یوې ښځينه پولیسې ددې ولسوالۍ امنیه قوماندان په جنسي ځورونه تورن کړی.

دغه مېرمن چې «مومنه کربلايي» نومېږي، ادعا کوي، چې د کجران ولسوالۍ امنیه قوماندان «محمد خان بلوڅ» نوموړې خپل دفتر ته غوښتې او هلته یې د تومانچې په وسیله ورته ګواښ کړی، چې که یې جنسي غوښتنه ونه مني، وبه یې وژني.»

کربلايي زیاتوي، په کجران ولسوالۍ کې یې چا غوښتنو ته ځواب ونه وایه نو ځکه دا مجبوره شوې، چې د دایکندي مرکز «نیلي ښار» ته د عدالت غوښتلو په موخه ولاړه شي.

د نوموړې په قول، که عدالت ورته ونه رسېږي، ځان به ووژني.

یاده دې وي، چې په امنیتي لیکو کې د ښځینه وو شتون په امنیتي ادارو کې د اخلاقي فساد د زیاتوالي لامل ګرځېدلي.

څه موده وړاندې هم بي بي سي داسې مېرمنې وغږولې، چې په حکومتي ادارو کې د دندې په مهال له جنسي پلوه ځورېدلې وې، یادو ښځو د اشرف غني په شاوخوا راټول یو شمېر سلاکاران تورن کړل، چې له ښځو د دندې په مقابل کې جنسي رشوت غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

بیاهم د۱۸کالودلاس راوڼونویوبل مثال.چی دغه لاسته راوڼی باید د سولی قربانی نسی!

مجاهد

دا خو یی ډیر ښه کړی ، اسلام د همدی خاطره شځی د کور او نارینه د کور د باندی کارو د پاره جسما او ذهنا ځانګړی کړی او بیا په دی وخت کی چه زمونږ هیواد اشغال دی ټولی ښځی چه به اردو ، بولیسو او نورو حکومتو دندو کی ګمارل شوی اصل کی د امریکایانو او داخلی لوړبوړو چارواکو د شهوتو بوره کولو د باره مقرر شوی او اکثریت یی ښکلی میرمنی او پیغلی دی وایی ، پیشو ته کلمی په غاړه کړه او بیا ورته وایه چه [[ مه یی خوره ]] له امکانه وتلی خبره ده… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x