افغانستان

بغلان: د ولایتي چارواکو خپل منځي شخړي مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د ولایتي شورا د مرستیال او محلي پولیسو د مشر تر منځ په خپل منځي شخړه کې یو تن وژل شوی او دوه کسان نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایی چې دغه پېښه په امنیه قومندانۍ کې دننه نن ماښام شاوخوا ۶:۳۰ بجې هغه مهال را منځته شوې چې ددواړو اړخونو تر منځ تر لفظي شخړې وروسته فیزیکي او وسلواله نښته را منځته شوه.

د وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي چې په پېښه کې د محلي پولیسو قومندان امین اکاخېل ورور وژل شوی او د امین اکاخېل په شمول دوه تنه نور چارواکي ټپيان شوي دي. ویل کیږي چې د ولایتي شورا مرستیال شمس الحق بارکزۍ هم ټپي شوی دی.

د رحیمي په وینا ددغې پيښې د څیړنې په خاطر یو لوړ رتبه هیئت ټاکل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

لوړ رتبه،،،

مجاهد

د غلامی اداری لوړ رتبه هیت ته می خندا راشی، ټاکل کیږی لیږل کیږی مګر دا چه څّه یی وکړل واپس نه ویل کیږی . همدا جمله کارول کیږی او بس

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x