افغانستان

د دولس امريکايانو قاتل «افغان عسکر» جسد خپلې کورنۍ ته وسپارل شو «انځورونه»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۸ل): لس ورځې وړاندې ( دتلې په لومړۍ نېټه) د کندهار په هوايي ډګر کې د صفی الله په نامه يو تن افغان نفوذي عسکر په امريکايانو برید وکړ او ۱۲ امريکايي عسکر يې ووژل چې په ځوابي ډزو کې صفی الله هم ووژل شو چې جسد يې نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

صفی الله چې د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالۍ د غازي اباد د کلي اوسېدونکی وو، لس ورځې يې امريکايانو جسد له ځان سره ايسار کړی و او نن ماښام يې د هغه کورنۍ ته وسپاره.

د نوموړي د جسد هر کلي ته د لغمان ګڼ شمير خلک او د صفی الله خپلوان لويو لارو ته راوتلي او د هغه جسد يې د تکبير په نارو، بدرګه کړ.

د نوموړي جنازه سبا د پنجشنبې په ورځ لس بجې د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ غازي اباد کلي کې اداء کيږي.

د يادونې وړ ده چې د دولتي عسکرو له ليکو وخت ناوخت ځينې افغان عسکر په بهرنيو ځواکونو د خپل ټوپک شپېلۍ ور اړوي چې د عسکرو دا اقدام په پراخه کچه د افغانانو له لوري ستايل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom afghan

صفي الله! دې الله تعالی دې جنت په نعمتنو ونازوي او الله تعالی دې شهادت قبول کړی.
او مور او پلار ته دې الله تعالی صبر جمیل ورنصیب کړی، او په ورځ د اخرت د دوۍ د شفاعت سبب وګرځوي.
واقعي یوه ستره قرباني وه.

غوربندي

د راتلونکو نسلونو لپاره تاريخي وياړ دی
خدای ﷻ دې عالي درجې ورکړي،،
ددې باتور په نوم بايد يوه لويه لار يا عسکري فرقه يا نظامي پوهنتون ونومول شي.
ددې اتل د مور شيدو او د ټيکري پيڅکې ته سلام دی

ابوالوفاء

اتل د اسلام او وطن په لار کي دغسي زړه ور غازي او شهيد ته وايي، نه د خلکو او هيواد پر ضد د اشغال په چوپړ کي ولاړو افغان وژونکو ټيټو ګوډاګيانو ته. الله جل جلاله دي د دغه رښتيني مجاهد شهيد جهاد او شهادت قبول کړي. امريکايي مغرور، مګر په افغانستان کي مات او زبون طاغوتان او د دوی پالونکي ټيټ او بې غيرته ګوډاګيان بايد وپوهيږي چي تاسي د افغانانو پر دې وروسته پاته، خو سپېڅلي اسلامي هيواد باندي تېری کړی دی. او افغانانو ته د دوی مقدس کتاب قرآن کريم وايي چي ستاسي پر ملک باندي… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

الله ج دی شهادت قبول او کورنی ته دی د ده د غیرحاضری احساس ونه شی. ټول انسانان او حتی ټول ژوندی شیان ( تول حیوانات او نباتات ) د مرګ څکونکی دی طبیعی مرګونه ( د کټ مرګونه ) ډیر ځورونکی وی، دا ډول مرګویه سربیره پردی چه اجرونه، جنتونه او د الله دیدنونه تر لاسه کوی ، په یوه ثانیه کی مخکی له دی چه د بدن حسی سیستم یی احساس کوی د الله ج امانت الله ج ته امانت سپاری . امانت یعنی څه؟ الله ج هر څه د یو یا څو ځانګړو اهدافو د پاره خلق… نور لوستل »

احمد

أتل شهيد شهادت دي مبارك شه مور او پلار ته يي د شهادت مباركي وأيم دجنت په باغچو ونازیږ‎ی

سیدګل اغابنوری

انالله واناالیه راجعون * اللهم تقبل شهادته ،اللهم الحقه باالشهدافی جنةالفردوس *آمین * دادهغه چا لپاره درس اوعبرت دی چه کله دانتخاباتو اردو وی،اوکله دجیرانوپه څیر وی،اوکله دافغان مسلمان وژونکوپه څیراردو وی ،اوکله دغاصبانو ،غلواوغلامانودساتونکو داردوپه نامه وی،اوکله دکفاروداردو اواجیرانو په نامه يادیږی ؟ شرم وکړئ دالله نه وویریږی ،صفی الله ته شهید ویل کیږی ددی ملت ددین اوعزت ساتونکی دی ؟اوتاسی اجیر،دخپل وروروژنکی خائن ،ددی ملت ،ددین اودعزت پلورنکی خائنین یاست ؟ اوس ګریوان کی سرکښته کړئ اوپه ځان لعنت ووایه ؟والسلام .

پتنګ

الله پاک دې ونازوي او جنتونه ورته ورکړي هغه ملي اتل دی چې د اشغالګرو په ځبلو یې خپل ځان قرباني کړ دغه ټول تیر شوي او راتلونکي اتلان باید د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي !

عبد الله

دی ته وایی د نر بچی، غیرت او سر شندنه. ده ته د لوی دربار خخه جنت الفردوس غوارو او فامیل او دوستانو ته یی صبر جمیل او اجر عظیم.

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x