افغانستان

د ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی / ویډیو

نن ټکی اسیا(پنجشنبه، ۱۱تله، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سياسي مرستيال او په قطر کې د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی تېره شپه ناوخته اسلام اباد ته رسېدلی دی.

طالبان وايي، د ا پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د سولې سربېره په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو او نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړي.

اسلام اباد ته د طالبانو د سفر پر مهال د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی وړمه ورځ اسلام اباد ته رسېدلی او له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

ديپلوماتيکې سرچينې وايي، دا امکان شته، چې خلیلزاد او طالبان په اسلام اباد کې سره وګوري او کېدای شي د سولې خبرې يو ځل بيا پيل شي.

امریکا غږ انګليسي څانګې د طالبانو د سياسي دفتر د وياند سهيل شاهين له قوله ليکلي، «د طالبانو د پلاوي او خلیلزاد د ليدو امکان نه ردوم.»

د ښاغلي شاهين په وينا طالب پلاوی به د روان اکتوبر تر ۶مې نېټې په اسلام اباد کې وي.

د چارو کارپوهان اسلام اباد ته د طالبانو د سياسي پلاوي سفر د سولې خبرو د بيا پيلېدو لپاره هيله بښونکی بولي.

د چارو کارپوه او د ملت ګوند مشر جعفر مهدوي وايي، تېره مياشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو له لغوه کېدو ورسته د پاکستان صدر اعظم هڅې کړي، چې دا خبرې بايد بېرته پيل شي.

د مهدوي په وينا تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د ۷۴مې کلنۍ غونډې په څنډه کې هم عمران خان د امریکا ولسمشر سره د ليدو پر مهال د سولې خبرو د بيا پيلېدو غوښتنه کړې وه او کېدای شي همدا وجه وي، چې زلمي خلیلزاد له روسي او چينايي چارواکو سره له ليدو وروسته اسلام اباد ته سفر کړی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

کله چې په يوه کور کې يوه د کاکا لور بل د کاکا زوي ته واده سي نو انجلى د يوي کوتي څخه وباسي په بله کوټه يې دننه کړي.
د طالبانو ننني سفر کټ مټ دغه معنى لري.

پتنګ

مذدورانو او فاسدینو نه یواځې خپل ناموس په دالرو خرڅ کړی بلکې دوی نمک حرامه هم راوختل ! پاکستان ۴۰ کاله افغانانوته ځای ورکه او هغوی ته یې هلته د تعلیم او استوګنې زمینه برابره کړه خو ذاتي خراب خرڅ شوي خلک به هیڅ وخت صادق او وفاداره پاتې نشي !

ترين

په ډالرو ناموس خرڅونکې معلوم دي، او پاتي سو پاکستان د دنيا هغه دوه مخې ملک دي چې ګټه يې نه وي خپله مو به لا خپل په کور کې پرينږدي ددغه افغانانو په سر يې په ميليونونو ډالر واخيستل، ځان يې تر ايتم بم پوري ورساوه، د طالبانو جګپوړي مشران يې يا ترور او يا په امريکايانو خرڅ کړل مګر دغه طالبان اوس هم ور روان دى غيږي ورکوي،

جميل

اوسنی نړی د شلو کالو مخکی نړی نده او نه هم د شلو کالو مخکی نړی د څلويښتو کالو مخکی نړی وه ، څلويښت کاله مخکی په نړی کی دوه ظالم زبر ځواکه وه چی يوه يی د ۲۵ متحدينو سره پر غريب افغانستان يرغل راوړ لس کاله وروسته د الله اکبر ملکوتی نارو او د افغان مجاهدينو وارو وتښتول او تاش پتاش يی کړل ، شل کاله وروسته چی دا بل ظالمته ميدان چغالی و او د د څخه غټه توره بلا هم جوړه شويوه پر افغانستان يی سترګی راغټی کړی او ده پنځوسو متحدينو سره يی پر دی… نور لوستل »

مجاهد

کفار هغه نه دی چه نومونه به یی ډیوډ، سمیت ، ترمپ ، بوش او اوباما وی بلکه د اسلامی او ملی فرهنګ نومونو لرونکی لکه کرزی غنی، ترکی نجیب او نور یا په دغه رسنیو او پانو کی قواری او نومونه یی د مسلمانانو ، مګر زړونه او مغزونه یی تر کفارو هم زیات وحشت سره مخ دی د یو څو ډالرو تر لاسه کولو د پاره د خپل ناموس پروا هم نه لری د ناموس پلورلو دپاره یی قضایی مصونیت هم اشغالګرو ته ورکړی نو دوی تر ترمپ او نورو دجالانو زیات دجالان او لوی کفار دی

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x