افغانستان

قریشي له طالبانو سره په خبرو کې: موږ په مذاکرتو باور لرو، جګړه د حل لاره نه ده

نن ټکی اسیا(پنجشنبه، ۱۱تله، ۱۳۹۸ل): د پاکستان  د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» د طالبانو له پلاوي سره په خپله لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان شخړه د جګړې له لارې د حل وړ نه ده او باید د خبرو له لارې یې د حل هڅه وشي.

قریشي چې په بهرنیو چارو وزارت کې یې د طالبانو د سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» په مشرۍ له ورغلي پلاوي سره تر ښه راغلاست وروسته خبرې کولې، وویل « موږ په ډیالوګ باور لرو او په تاکید سره وایو چې د افغانستان شخړه د جګړې له لارې نه حل کېږي».

د قریشي په خبره، سیمه هغه وخت ثبات ته رسېدلای شي، چې افغانستان امن شي.

د طالبانو پلاوی چې د پاکستان په رسمي بلنه اسلام اباد ته تللی، هلته یې د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» سره لیدلي او تمه ده د پاکستان له لومړي وزیر «عمران خان» سره هم وویني.

طالبان وایي، پلاوی به یې له پاکستاني اړخ سره د سیاسي جریاناتو تر څنګ په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو او په دې هیواد کې د افغان بندیانو د قضیو په تړاو وغږېږي.

بل لور ته پاکستاني رسنۍ داسې راپورونه ورکوي، چې ښايي د طالبانو پلاوی د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره چې په اسلام اباد کې له یو پلاوي سره موجود دی؛ هم وویني.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو له لغوه کېدلو وروسته طالبانو د سیمي د هیوادونو سفرونه پیل کړي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده.

طالبانو تر پاکستان وړاندې چین، روسیې او ایران هیوادونو ته هم سفرونه کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
همت خان

هبله ده د امارت دغه محترم هیئت له پاکستانی لوری سره د افغانانو لپاره د ویزو دګڼه ګونې، بی نظمۍ، بی شرمۍ او ازدحام موضوع هم مطرح او حل وفصل کړی، ځکه له دی دوسری او سردرګمه حکومت نه خو څه د خیر تمه نشته.

اجمل

د پنجابیانو سره د طالبانو خبری به څه ګټه سولی ته ورسوی؟ هغوی خو هر لحظ سره په تماس کی دی او خبری کوی؟

مجاهد

خپلواکی او غلامی دواړه ښکته او پورته درجی لری، پاکستان له موره غلام زیږیدلی یعنی په لندن کی زیږیدلو او لوی شوو باندی له پلرینی او نیکینی سرمایه ګذاری شوی هغوی یی له اسلامی فرهنګ نه یواځی لیری بلکه تقابل کی درولی یعنی هر نوی غلام د لندن چارواکو به سفارش مقرریږی نو عمران خان به هم خامخا د لندن په سفارش مقرر شوی وی. دیر باور پری نه کوو. مګر دا چه مخکی حکومتی چارواکی نه وو، د نواز ، زرداری بوتو او نورو برتله ملایکه ده. که د باور وړ نه دی د بی باوری وړ هم نه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x