لیکنېنظــر

افغان سوله؛ افغان حکومت، پاکستان او طالبان

ذاکر جلالي

د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر اسلام‌اباد ته په رسمي سفر تللی. دا د دغه طالب مشر د هغو سفرونو لړۍ ده چې د سپټمبر په لومړیو کې د ډونلډ ټرمپ له هغه ټویټ وروسته کېږي چې له طالبانو سره یې خبرې ودرولې. تازه نښې نښانې ښکاري چې د خبرو هغه لړۍ به بېرته پیلېږي. ډېر احتمال شته چې ملا برادر او خلیلزاد په اسلام‌اباد کې وګوري. د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په نهه پړاوه خبرو کې د یوې هوکړې مسوده چمتو شوه. اوس پوښتنه دا ده چې دا ځل به بیا د چمتو شوې مسودې پر لاسلیک خبرې پیلېږي او که به پر ځینو مسئلو له سره بحثونه کېږي.

په هر صورت، هغه څه چې نن توده مسئله ده پاکستان ته د ملا عبدالغني برادر سفر دی. ملا برادر په ۲۰۱۰ کې په کراچۍ کې د پاکستاني او امریکايي پوځیانو په ګډو عملیاتو کې ونیول شو او سږ کال په جنورۍ کې له زندانه ازاد شو او د طالبانو د سیاسي څانګې مشر وټاکل شو.

سره له دې چې پاکستان یو له هغو هېوادونو څخه و چې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی و؛ خو د سپټمبر یوولسمې له پېښو وروسته یې نه یوازې دا چې طالبانو ته شا کړه بلکې په اسلام اباد کې يې د طالبانو د سفیر په ګډون ګڼ طالب مشران ونیول او امریکایانو ته یې وسپارل.

کله چې د طالبانو مقاومت مخ په قوي کېدو شو او امریکایانو وپېیله چې طالبانو سره خبرې وکړي، پاکستان په دې اړه ډېر حساس و. په سیاسي برخه کې فعالیت طالب مشرانو ته د سر په بیه تمامېدل. پاکستان غوښتل، لکه څنګه یې چې په اتیایمو کلونو کې د ژنیو په مذاکراتو کې د افغان مجاهدینو په استازیتوب خبره وکړه، دا ځل د طالبانو په استازیتوب له امریکایانو سره معامله وکړي. طالبان د مرګ، بند او نورو هر ډول ګواښونو ته ټینګ شول خو خپله خبره یې په خپله وکړه. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شو او طالب استازي په کې مېشت شول. پر دې سربېره، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو ګڼو سیاسي پلاوو د سیمې مختلفو هېوادونو ته سفرونه وکړل. پاکستان چې پوه شو نور هغه وخت تېر شوی چې د طالبانو سیاسي فعالیت تر خپلې ولکې لاندې ساتلو هڅه وکړي، طالبانو سره یې د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړه. اسلام اباد ته د ملا برادر سفر د دې لړۍ یوه مهمه کړۍ ده.

پاکستان دا ځل تر نورو هغو هېوادونو یو ګام مخکې ولاړ او د بهرنیو چارو وزیر یې، شاه محمود قریشي د ملا برادر هرکلی ته راوتلی و.

اوس چې د سولې د یوه نوي پړاو په درشل کې یو د سیاسي عقلانیت او پرګماټیزم غوښتنه دا ده چې افغان حکومت د دې پر ځای چې د سولې د هڅو په مخالفت ځان نور هم منزوي کړي، په کار ده چې بدل شوی وضعیت ومني او د تقابل پر ځای د سولې لپاره رغنده تعامل وکړي. په سیمه او نړۍ کې نوي بدلونونه ښيي چې امریکا نه شي کولای د سولې له خبرو په شا شي. کله چې امریکایان د دې وضعیت له منلو پرته بله لار نه لري، افغان حکومت خو طبعاً په ډېر کمزوري حالت کې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
د قریشی طالیبانو ته هر کلی کول ،پاکستان دنیا ته دا ښایی چه ګوری،موږ د افغانستان مسله کی بی طرفه یوو.طالیبان مو اوس را دعوت کړل،
خو دنیا او افغان ولس پوهیږی چه طالیبان مستیقما د پاکستان ایی،ایس ،ایی له خوا ادراه .منظم ،په وسله سمبالیږی.
ثبوت یی ،کویټه شورا.پښاور شورا.کرمه شورا
د سوله ادرس هم .پاکستان او امریکا ده.
قطر .مسکو.طالیب.دولت هسی د سطرنج مهری دی.
د یوه ټویټ قوت نه په طالیب کی شته ،او نه په دولت کی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x