افغانستان

ارګ پاکستان ته: د طالبانو مېلمه پالنه د هیوادونو تر منځ اصولو خلاف ده

نن ټکی اسیا(پنجشنبه، ۱۱تله، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د طالبانو د سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» په مشرۍ یو دوولس کسیز پلاوی د پاکستان هیواد په رسمي بلنه اسلام اباد ته تللی او هلته یې ددې هیواد د لوړپوړو چارواکو له لوري دروند هرکلی شوی؛ ارګ دې کار غوسه کړی او د طالبانو مېلمه پالنه يې د هیوادونو تر منځ د اړیکو د اصولو خلاف بللې.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو وايي « د طالبانو مېلمه پالنه چې لاسونه یې لا هم د افغانانو په وینو سره دي، د هیوادونو تر منځ د اړیکو د اصولو خلاف ګام دی».

د صدیقي په قول اسلام اباد ته د طالب پلاوي سفر د سولې له پروسې سره هيڅ ډول مرسته نشي کولای.

ارګ داسې مهال پاکستان ته غوسه دی، چې د طالبانو پلاوی د سیاسي جریاناتو تر څنګ د افغان کډوالو او افغانستان اړوند موضوعاتو په تړاو د بحث لپاره تېره شپه ناوخته اسلام اباد ته رسېدلی او سهار یې ددې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر «شاه محمود قریشي» سره لیدلي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» وايي، طالب پلاوي به په خپل سفر کې د سیاسي بحثونو تر څنګ په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، په پاکستان کې د افغان بندیانو د قضیو او دې هیواد ته د افغانانو د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو جوړولو په تړاو بحثونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هدی

چي په ږیره د ملا به یې خندله آخر خدای وشرموله!

نواب

ځينو به ويل زموږ رايه د هېواد راتلونکی ټاکئ.?
له کوم وخت چې مايک پمپيو په عبدالله او صالح ور برګ شوی.
رايې والا ورک دي.
#خپلواکي
#ملي_زعيم_اشرف_غني

ابوالوفاء

څنګه چي د سولي د بيا پيلېدو خبري څه تودې سي د سولي ضد او د امريکې د ښکېلاک مزدور طفيليان غو.. ونيسي.

سیدزرغون شاه آغا

عزت اوذلت د الله(ج) په اراده کی دی. الله(ج) هغوی ته عزت په برخه کړی دی، او تاسی چی د غلامی حلقه په غاړه اچولی ده، ذلت او رسوای د دارینو په برخه کړی ده. دالله(ج) په دربارکی ستا بی منطقه اصول نه چلیږی.

lفغان دوست

تصدیقی ستا حماقت او پسین سترگی ته می سلام دی، اوستا دی وفاداری غلامی ته می سلام دی.

جميل

ستاسو غلامانو آخری سلګی دی ، خورا وارخطا معلوميږی ، د طالبانو په لوړه کچه ډيپلوماټیک دعوتونو او سفرونو بيخوبه کړی ياست ، د چين سفر ، داندونيزيا ، د روسيی ، د ازبکستان ، د ايران او اوس دادی د پاکستان ، په نيژدوکی ترکيه او ترکمنستان او بيا نور دعوتونه او سفرونه . ان شاءالله تعالی

پتنګ

تف لانت پر داسې فاسدینو چې خبرې یې هم د چار پای په څیر وي
ددې فاسدینو مقصد ددالرو غلا او اولس وژنه ده هر څوک چې ددې کار مخالفت کوي او سوله غواړي نو دا فاسدین یې مخالفت کوي !!

مجاهد

د افغانانو د خاوری ، خلکو او خپلواکی پلورل خو خیر چه په یو څو ډالرو او یا مقامو په ترلاسه کولو یی پلورلی د قضایی مصونیت په ورکولو او لاسلیک کولو یی خپل ناموس هم وپلورلو څومره بی ناموسه او بی ننګه حیوانات دی حتی دوی ته حیوانات ویل هم د حیواناتو توهین دی دوی ته په قران کی د اسفل سافلین نوم ورکړی شوی یعنی تر ذلیلو هم ښکته ذلیله انسانان دی

عبدالله

نه په طالب کی هغه معیار سته چی شریعت یی غواری او نه هم په حکومت کی سته. بس خدای تعالی دی هغه مسلط کری چی چی د تولو پکشی خیر وی. په دوارو کی می لور پوری دوستان دی یو لا هم پر شریعت برابر نه دی.هم طالب او هم حکومت د ملت قاتلین او دبل غلامان دی بس اوس نو راباندی مسلط دی سه وکو. کله مو یو په یو نامه وژنی کله هم بل په بل نامه دبل د گتو او اهدافو لپاره. چی طالب ته حقیقت ووایی دستی درته وایی ته دالر خور یی، منافق یی… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x