پاکستان لس کاله وروسته په خپله خاوره د پنځوس اوريزو لوبو سيريز وګاټه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۲ تله، ۱۳۹۸): د پاکستان کرېکټ بورډ له تېرو څو کالونو په دې کوښښ کې بوخت دی تر څو پاکستان ته يو وار بيا د کرېکټ نړيوالې لوبې ستنې کړي.

په دې لړ کې يې له بېلا بېلو کرېکټ لوبډلو څخه غوښتنې وکړې خو دغه غوښتنې ټولې رد کړل شوې، د دويمې لارې لټولو په درشل کې پاکستان د غوره ليګ پېل وکړ.

د پاکستان سوپر يا غوره ليګ ددې لامل شو چې په مرسته يې هېواد ته لومړی لوبغاړي او بيا نړيوالې لوبې ستنې کړي، خو دوی لا هم په بشپړ ډول نورو لوبډلو ته د ورتګ ډاډ نشي ورکولی.

دا ستونزې هغه مهال پېل شوې چې په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې پر سريلانکا لوبډلې مرګونی بريد ترسره شو چې په لړ کې يې يو شمېر سريلانکايي لوبغاړي ټپي شول.

اوس يو وار بيا هماغه سريلانکايي لوبډله لس کاله وروسته پاکستان هېواد ته د سياليو لپاره تللې چې د يو ورځنيو سياليو په سيريز کې يې له غوره لوبې کولو وروسته ماتې وخوړه.

د سريلانکا لوبډلې لومړی پاکستان کې له ټيسټ سياليو کولو انکار وکړ، خو وروسته يې لوبغاړي د محدودو اورونو لوبو لپاره راضي کړل، په دې لړ کې هم ټولو تجربه کارو لوبغاړو پاکستان ته له تګ څخه انکار وکړ، خو بالاخره يې کرېکټ بورډ وتوانېد لږ تر لږه کمزورې لوبډله تګ ته چمتو کړي.

د سريلانکا او پاکستان ترمنځ لومړۍ سيالۍ د ورښت له کبله لغوه شوه، په دويمه سيالۍ کې پاکستان د ۶۷ منډو په توپير بريا خپله کړه، په دريمه سيالۍ کې يې د ۵ ویکټو په توپير دويمه بريا هم خپله کړه او وتوانېدل لس کاله وروسته خپل کور کې سيريز په خپل نوم کړي.

ددې سياليو په لړ کې بابر اعظم او دانيشکا ګوناتيلاکا سليزې، فخر زمان دوه نيمه سليزې، حارث سهيل او عابد علي هم نيمه سليزې ووهلې، پښتون لوبغاړي عثمان شينواري په يوه لوبه کې ۵ لوبغاړي وسوځول.

د يادونې ده چې دواړه لوبډلې به له دې وروسته د شل اوريزو سياليو سيريز ترسره کوي، ددې لپاره به سريلانکا لوبډله د پاکستان لاهور ښار ته سفر کوي چيرې چې ددوی پر پخواني لوبغاړو بريد شوی و.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close