توبه!

قاري حامد سعادت

ایا د توبې په اړه مو کله له ځان سره سوچ او فکر کړی؟
کله مو د ورځني ژوند په اړه له ځان سره محاسبه کړې ده؟

کله مو د ورځې په پای کې دا فکر کړی دی چې نن ما څومره بد او ښه اعمال وکړل؟

تر اوسه د بدو اعمالو په کولو سره خفه شوی يې؟

کله مو تر اوسه د ګناه کولو په وخت له الله تعالی نه ويره کړې ده؟

د پورتنیو پوښتنو په اړه به لږ داسې خلک وي چې ځواب به یې لبیک وي خو زما په ګډون به بلا ډیر داسې خلک موجود وي چې ددغو پوښتنو تصور به یې هم نه وي کړی!

زموږ رب ډیر غفور او رحیم دی، هغه موږ ته هر وخت د توبې ايستلو موقع راکړې ده او د خپل بنده په اړه وايي چې زما مجرم او ګناهګار بنده به کله زما د رحم سیوري ته پناه راوړي.

ایا په دې ځان تېر باسو چې د عمر په اخیر کې به توبه وباسم؟!

دا ضمانت مونږ له چا اخیستی چې د خپل عمر په پای کې به د خدای دربار ته ځو او توبه به باسو؟!

ولې ډیری خلک مونږ ونلیدل چې د ځوانۍ په پسرلي يې خزان راغی او ويل به يې چې نن به د هوس او مستۍ ژوند وکړم او سبا به توبه وباسم، خو د مرګ تر ورځې پورې پرې بيا د توبې سبا رانغی او نيمه خوا له دنيا څخه لاړل.

دا چې مرګ راتګ د سترګو له رپ هم ډیر قریب دی نو بیا ولې هره شېبه د متعال رب درګاه ته پنا نه وړو.

ایا په زور او دولت به د متعال رب له عذابونو ځانه خلاص کړو؟

په واسطو کولای شو چې د جنت تر دروازې لاړ شو؟

د پورتنیو پوښتنو په ځوابولو کې به هیڅکله زمونږ جواب(هو) رانشي.

نو بیا ولې توبه نه باسو؟

اخیر څه دي چې زمونږ د توبې په مخ کې مانع واقع ده.

د دنیا ژوند که هر څومره له خوند او لذت ډک شي نو اخري انجام یې مرګ دی..

نو ولې د انجام لپاره تیاری نه کوو؟

lموږ هيڅ اټکل نشو کولای چې څومره دې ژوندي يو، هره شيبه موږ له مرګ سره مخ يو، مګر بيا مو هم د کبر، غرور، د الله تعالی د نافرمانۍ لاره نيولې ده.

اخر ولې؟

په څه مغرور یو او څه شي مغرور کړي یو؟

له څه پیدا یو او څه به رانه جوړ شي؟

دا چې زمونږ حقیقت له پورتنیو پوښتنو ډیر روڼ معلومیږي نو بیا ولې غرور کوؤ؟

د خدای په ذات قسم!

که ښایست دی، که دولت او که شهرت دی، هر څه ختمیدونکي دي.

راځئ! چې د زړه په اخلاص د متعال رب دربار کې اوښکې توی کړو تر څو مو ټولې خطاوې را وبخښي!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

قاری حامد سعادت صاب! الله دې په ګوتو برکت کړه،او الله تعالی دې ټولو مسلمانانو وروڼو سره موژ ته د عمل کړلو توفیق نصیب کړی.