لیکنېنظــر

پاکستان ته د طالب دیپلوماتانو د سفر په اړه څو یادونې

نويد أحمد

رسنیو خبر ورکړ چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر اعضاوو د ملا برادر آخند په مشرۍ د پاکستان د رسمي بلنې په اساس د دې هیواد پلازمینې اسلام اباد ته سفر کړی دی. دا لومړی ځل نه دی چې طالبان کوم هیواد ته په رسمي سفر ځي، بلکې له تیرو څو کلونو راهیسې چې طالبان له انډر ګراونډ حالت څخه یو ځل بیا د سیاست علني ډګر ته راوتلي دي، پرلپسې یې  خپلو ډیپلوماتیکو سفرونو ته دوام ورکړی او د همدې فعالې ډیپلوماسۍ په مټ یې د سیمې او نړۍ د ډیرو هیوادونو او حکومتونو پام او اعتماد جلب کړی. هغه طالبان چې پخوا ورته ټولې دنیا د یوې باغي او ترهګرې ډلې په نظر کتل اوس یې د نړیوال سیاست په مهمو سټیجونو تود استقبال کیږي او د یوه برحال دولت د استازو په شان پروتوکول ورکول کیږي. په دې ډول طالبان چې له وخته یې په پوځي ډګر کې برلاسی او تهاجمې موقف درلود اوس یې په سیاسي عرصه کې هم پاخه ګامونه اخیستي او پرلپسې د پرمختګ پوړۍ طی کوي. دا چې خبره پاکستان ته د طالبانو د رسمي سفر په اړه ده په دې اړه څو نکات د یادونې وړ دي.

 اول ــ  پاکستان ته د طالب مشرانو سفر کومه ځانګړې انګیزه یا آجنډا نلري، بلکې د طالبانو د عادي ډیپلوماسۍ یوه برخه ده، طالبانو له دې وړاندې د افغانستانو نورو ګاونډیو هیوادونو لکه چین، ایران او ازبکستان ته هم سفرونه کړي دي. داسې ویل کیږي چې ترکمنستان هم طالبانو ته د رسمي سفر بلنه ورکړې ده، پاکستان هم له ډیر پخوا طالبانو ته د رسمي سفر بلنه ورکړې وه. طالبان چې د افغانستان د سیاست مهم رکن تشکیلوي په سیاسي لحاظ اړ دي چې د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو سره سیاسي روابط وپالي. د سیاسي روابطو د پاللو تر ټولو عمده او معمول شکل ډیپلوماتیکه راشه درشه او لیدنې کتنې دي. په دې اساس دا د طالبانو دنده ده چې دغه وړ سفرونه جاري وساتي.

دوهم ــ منل شوې خبره ده وایي چې دوستي اختیاري مګر ګاونډیتوب اجباري وي. یو هیواد کولای شي خپل دوستان انتخاب کړي، اما کوم هیوادونه یې چې ګاونډي دي نو خپله جغرافیه نه شي بدلولای بلکې د ګاونډیتوب پالل ورباندې لازمي دي.

افغانستان د پاکستان په شمول شپږ ګاونډي هیوادونه لري. له دې ګاونډیانو چاره او خلاصون نلري. که ښه دي یا بد، غرضي دي یا اخلاصمند او بالاخره که هر وړ دي، افغانستان د هر هیواد په شان مجبور دی چې د ګاونډیتوب تعامل ورسره وپالي. څنګه چې په عادي ژوند کې له ګاونډیانو چاره نه وي، د هیوادونو ترمنځ هم همداسې تلازم شته. ګاونډي هیوادونو په یوه نه یوه شکل یو بل ته اړ او له یوه بله اغیزمن وي. د دې لپاره چې ګاونډیتوب په ښه شکل وپالل شي. باید د سیاسي اړیکو دروازه پرانیستې وي. دا چې طالبان د افغانستان د موجوده او راتلونکې سیاست عمده برخه ده باید د افغانستان له ګاونډیانو سره سیاسي تعامل برحال وساتي.

دریم ــ په ګاونډیتوب سربیره د پاکستان او افغانستان تر منځ نور هم ډیر مشترک وجوهات شته. هغه دا چې د پاکستان نیمه خاوره د افغانستان د طبعي وجود برخه ده. برصغیر ته د انګریزانو له راتګ وړاندې د پاکستان شمالي او لویديځې سیمې د افغانستان برخه ګڼل کیدلې. د دواړو هیوادونو د وګړو تر منځ، دیني، قومي، نژادي او کلتوري تړاوونه هغه څه دي چې د دواړو هیوادونو وګړي یې له یو بل سره خورا نږدې کړي دی. د معاصر تاریخ په جریان کې که برصغیر کې د انګریزانو پر خلاف د جهاد غږ پورته شوی نو له کرښې کوز پرتو خلکو افغانستان ته هجرت کړی او د افغانستان خلکو پناه ورکړې ده. او کله چې په افغانستان له شمال اړخه شورويان راغلي او جهاد پیل شوی نو  افغانان له ډیورنډ کرښې لاندې اړخ ته اوښتي او خپل جهاد ته یې ادامه ورکړې. تاریخي تجربې ښيي چې تر څو د ډیورنډ کرښې په دواړو اړخونو کې د پرتو مسلمانانو تر منځ دغه وړ اتحاد موجود وي نو هیڅ یرغلګر هم ورباندې نه شي غالب کیدلای. همدا اتحاد او یو بل ته لاس ورکول د دې سیمې د مسلمانانو د سرلوړۍ او امتیازي استقلال راز ګڼل کیږي. اوس چې نړیوال اشغالګر او د هغوی ځري کوښښ کوي، د کرښې د دواړو غاړو د خلکو تر منځ بدبینۍ پیدا کړي، اصلي هدف یې د همدې اتحاد ماتول او د اشغال تداوم ته زمینه برابرول دي. نو بناء طالبان باید د سترو اهدافو او تاریخي پس منظر په تناظر کې دغه اړیکي وساتي.

څلورم ــ  د اشرف غني په مشرۍ د ارګ واکمن چې له یوې خوا د مشروعیت له بحران سره مخامخ دي او بل اړخ ته د طالبانو سیاسي مانورو ورباندې خوب حرام کړی دی، کوښښ کوي چې د طالبانو سیاسي سفرونو ته منفي رنګ ورکړي. د ارګ واکمن هر هیواد ته خپل سفر لاسته راوړنه بولي اما که طالب دیپلوماتان رسمي سفرونه کوي، دوی ورپورې رنګارنګ تورونه تړي.

اسلام اباد ته د طالب استازو د وروستي سفر په اړه هم د ارګ کرایي قلموالو ځینې بې ځایه خبرې لیکلي دي. خو دوی ته دې وویل شي چې که اسلام اباد ته سفر ګناه وي نو دغه ګناه تر نورو مخکې ستاسو مفکر اشرف غني کړې ده. اشرف غني اسلام اباد ته د سفر په مهال داسې ریکارډ جوړ کړی چې نه یې پخوا بیلګه شته او نه به بیا وموندل شي. هوکې، اشرف غني یوازینی افغان دی چې د راولپنډۍ په نظامي اډه جي ایچ کیو کې یې د سرټیټۍ د مراسمو شرف (!) ترلاسه کړی دی.

پنځم ــ په پاکستان کې په لکونو افغان مهاجرین ژوند کوي، دغه مهاجرین چې د اسلام او جهاد په نوم یې خپل کورونه او کلي پرې ایښي دي اوس په پاکستان کې له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د تجارت، کاروبار، سفر، تعلیم او د ژوند په نورو اړخونو کې ګڼ مشکلات لري. طالبان چې د افغانستان د څلویښت کلن جهادي انقلاب وروستني وارثان او د ټولو شهیدانو، مجاهدینو او مهاجرینو هیلې ورپورې تړلي دي باید دغه مهاجرین هیر نه کړي. باید د حقوقو پوښتنه یې وکړي. د هغوی بندیان چې په پاکستاني زندانونو کې پراته دي باید د خلاصیدو هڅه یي وکړي دغه راز په نورو برخو کې هم ورته د سهولت برابرولو لپاره له خپل سیاسي اعتبار څخه باید استفاده وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

خيرونه مو په نصيب شه ډيره ښه او جامع ليکنه ده ، الحمدلله د ښه لاس او خيرخواه ليکوالان لرو .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x