روغتیا

د مخ سپينولو کریمونه د پوستکي سرطان لامل کیدلای شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ تله، ۱۳۹۸ل): د برتانیې د مصنوعاتو څیړونکې ادارې (LGA) د رنګ یا مخ سپينولو کریمونو د څیړنو ترسره کولو څخه وروسته ویلي دي چې ددې استعمال د پوستکي د سرطان لامل کیدلای شي.

د سینګارتوب یا کاسمیټکس مصنوعاتو پوهانو خبرداری ورکړی چې د رنګ سپینولو کریمونو زیات استعمال وګړي د پوستکي په سرطان اخته کولای شي.

دوی د یادو مصنوعاتو په اړه څیړنه ترسره کړې، په پایله کې یې یو راپور چمتو کړی او ویلي یې دي چې دا یو ډول کیمیاوي مواد لري چې کولای شي د وګړو پوستکو ته سخت زیان ورسوي، دوی زیاتوي چې په دې کریمونو کې (بلیچنګ او پاره چې د مخ سپينولو لپاره کاریږي) هم شامل دي.

د برتانیې پوستکي بنسټ هم پر دغه راپور باور ښودلی او ویلي یې دي، هغه کریمونه مو په ضبط کړي کوم چې ګواښونکي کیمیاوي مواد لري، د کریمونو کاروونکو ته په کار دي چې د داسې کریمونو استعمال په سمدستي ډول بند کړي د کوم په استعمال سره چې پوستکی سوزي، خارښ کوي او یا د داسې کیفیت ښکار شي چې د اندیښنې وړ وي، دغه مهال باید د پوستکي ډاکټر ته رجوع وکړل شي.

له بل پلوه د برتانیې د روغتیا محکمې پوهانو ویلي چې د رنګ سپينولو کریمونو کې د استعمال شویو څيزونو جزویات نه ښودل کیږي د کوم استعمال چې د کاروونکو لپاره ګواښونکی ثابتیدلای شي.

دوی د بیلګې په ډول ښيي چې یو ډول کیمیاوي مواد «هایډروکوینون» چې په دغو کریمونو کې استعمالیږي، له دیوال څخه د رنګ لرې کولو لپاره کاریدونکي کیمیاوي موادو طبیعي بدیل دی.

په اوسني عصر کې د سینګارتوب په شرکتونو کې د رنګ سپينولو کریمونو غوښتنې بې اندازې زیاتې شوي، دې غوښتنو ته په کتلو ځينې شرکتونه داسې غیر معیاري او بې کیفیته کریمونه چمتو کوي چې وګړي د یو شمېر ستونزو سربېره د پوستکي د سرطان ښکار کوي.

که له یوه پلوه دغه کریمونه په اسیایي او نورو بېوزله هېوادونو کې منفي اغیز لري خو له بل پلوه یې د امریکا او برتانیه په څېر پرمختللي هېوادونو کې هم یو شمېر ستونزې زیږولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x