افغانستان

سهیل شاهین: د سیمې هیوادونه طالبان د افغانستان د یوازیني سیاسي او پوځي قوت په توګه پېژني

نن ټکی اسیا(جمعه، ۱۲تله، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند او له امریکایي لوري سره د طالب مذاکراتي ټيم غړی «سهیل شاهین» وایي، د مذاکراتو په تړاو د طالبانو رسمي مؤقف د سیمې د ټولو هیوادونو د تائيد وړ دی او سیمه اوس طالبان د افغانستان د یوازیني سیاسي او پوځي قوت په توګه پېژني.

سهیل شاهین چې له «نن ټکی اسیا» سره یې پاکستان ته دطالب استازو د سفر په تړاو خبرې کولې، دا سفر د سیمې هیوادونو ته د سفرونو د لړۍ یوه برخه یاده کړه او زیاته یې کړه، چې طالب پلاوی هلته د سولې د پروسې تر څنګ د افغان کډوالو او سوداګرو په ستونزو او په یاد هیواد کې د افغان بندیانو په تړاو له پاکستاني لوري سره غږېدلی .

شاهین ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د افغان سولې د مذاکراتو د بیا پیل په برخه کې د پاکستان او طالبانو دریځ ورته دی؟ وویل « نه یوازې پاکستان بلکې د سیمې ټول هیوادونه اوس مذاکرات د افغانستان د شخړې حل بولي او د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان د یوازیني ستر پوځي او سیاسي ځواک په توګه پېژني، چې طالبانو په تېرو اتلسو کلونو کې ناټو ته په ماته ورکولو سره دا ثابته کړې هم ده».

نوموړي په دې تړاو چې طالبان به له خلیلزاد سره په اسلام اباد کې وګوري یا نه؟ وویل « که چېرې امریکايي لوری بیرته د توافقنامې لور ته راوګرځي نو موږ دا امکان نه ردوو».

یاده دې وي، چې د طالبانو د سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» په مشرۍ یو دوولس کسیز پلاوی دا مهال د پاکستان په پلازمېنه «اسلام اباد» کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان اړوند موضوعاتو د بحث لپاره موجود دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

بر عکس د سیمی هیوادونه طالبان د تروریستانو او وحشیانو په صفت پیژنی.

عبدالله

طالب ایله زان ته غته دبره ایزدی، داچی چین، روسیه او نور گاوندیان ورته بلنه ورکوی دا د عزت پاره نه کوی بلکی هر یو یی غواری دبل په مقابل کی خپل د گتو لپاره استعمال کری نو اصلی د استعمال ده نه د عزت. ملا برادر زه د نژدی پیژنم دلاوره شخص دی خو په سیاست کی هغه هم د منطقی او جهان په سطحه سیاست نه پوهیزی. تقوا، دلاوری وطن دوستی بیله خبره ده او د فعلی سیاسی حالاتو تحلیل او حل لاری د تخصص له زاویی بیله خبره ده.

غ.حضرت

هر هیواد د ### چی طالب یوازنی قدرت بولی.

Karwan

غ حضرته، ته هم د### چه دطالبانو په مورد يوه فاسده مفکره لري. ته ## دالر خور ځوک یي چه داسي خبري کوي. حق راتلونکي دي او بيا به څواب واي. کاروان

گل محمد نوری

واضح خبره ده ځکه کابلوف ویلی چی طالبان هم جګړې، هم سولې ته چمتو دي نو زیاتره وخت پر پاکستان او روسیې تور دی چې دوی په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې او پایلې یې د بحران سره مخامخ کول غواړي او هڅه کوي چې د امریکا او افغانانو ذهنیت د یوې بلې سناریو خواته واړوي. روسیه او پاکستان په دې وروستیو کې یو ځل بیا د طالبانو په استازیتوب داسې مهال غږېږي چې امریکا له دغې ډلې سره خبرې لغوه کړې دي او ولسمشر یې ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې طالبان د یوې مهمې هوکړې د ترسره کولو صلاحیت نه… نور لوستل »

Abdul-Rauf Alam

ډیر، ډیر سلامونه د تاسو په ټینګ ایمان، غیرت، همت، عفت، صداقت او پاکوالی.ای د نيکو ارادو خاوندانو! الله مو ورستی بری درنصیب کړي، او دښمنان دي، که هغه ټوپکې وي او که ژبنې او یا قلمې، رسوا او شرمنده کړی.ای مغرضانو او ډالر خورو،د تاسې ډالرې معاشونه ان شاءالله په ختمیدو دې، چې په سلهاوو درواغ او تهمتونه وتړي او بیا يې ولیکی، په الله که نور خپل بادار(ټرمپ) را ټینک کړی، ټول نړیوال پوه شوه، چی څنګه خلیلزاد له شرمه پټ پاکستان ته تللی تر څو د ټرمپ عذر د اسلامې امارت محترم مشرانو ته وړاندی کړې.ان شاءالله… نور لوستل »

غ.حضرت

کار وران صاحب!
ته او طالب او حق ډېره فاصله سره لری.
د اتلسو کلونو مخکی خوبونه نه شی تعبیر او تعمیل کېدای او که تعمیل هم شی نو ورانوونکی به وی.
وولس نور نه غولیږی، چی د هر طالب ګی سره یو یو انګرېز او امریکائي او روسی او پنجاپی هم ملګری وی نو بیا به هم ونکړای شی پر وولس حاکمیت ومومی.

Karwan

غ حضرت صاحب ، دسپين حقيقت نه سترګي پټوي. ايا دکابل اداره په ولس ډير حاکميت لري اوکه طالبان؟ واضيح خبره ده چه طالبان په ولس کي ډير حاکميت لري او هم ډير محبوبيت او ملاتړ لري ځکه طالبان دومره قوي شول.
نو لازمه نه ده چه دکابل د بيواکه او غلامي اداري لپاره ځوک بي ځايه تبليغات وکړي. ولس دکابل د اداري مزه ليدلي ده او دهغوي چاپي ، ظلم او وحشت ښه ورته معلوم دي. نور نو تاسي پوه شي او تبليغات مو. کاروان

مجاهد

د غلامانو، ملحدو ایزمیانو او شرابیانو چرسیانو د اوتو بوتو به ځواب ورکولو وخت مه ضایع کوی ، جاهلانو ته په سلام اچولو خبری بندی کړی یعنی کنځل هم ورته مه کوی . دوی ټول ( وایروس ) دی وایروس هغه مایکروب دی چه هر وخت وغواړی ځان او نوم بدلوی حتی کله په مړو او کله په زوندو کی شمیرل کیږی ځکه خو یی په پوره ډول منځه وړل ستونزمن کار دی. هیواد د ۵۰ اروپایی لیوانو په واسطه په ډیر وحشت اشغال او ناوړه، فاسده او غلاماه اداره یی پکی په زور تپلی هغو د همدغه غلامانو قضایی… نور لوستل »

عبدالله

هر هغه سوک چی بیگناه انسانان وژنی ظالم دی که پنجاب وی که امریکا که طالب که حکومت. ستاسو دحق سترگی ولی ترلی دی چی د طالب او پنجاب ظلم نه وینی او سه پری نه وایاست ایا ددوی د ظلم د توجه لپاره قرانی ایاتونه غواری تحریف کری.

Arifullah

طالبان د نړۍ یو سوپر طاقت ده

عبدالله

موژ همیش دا دعا کوو چی په هغو کی حساب شو چی خدای تعالی ته خوش وی، خو زینی خلگ بس طالب شه گنی، د هغوی جنایات ظلمونه ورته مهم نه دی بلکی دا نوم او تحریک ورته مهم دی، حق پلوی نه دی بلکی تحریک پلوه وی بیا ناری د اسلام وهی. معیار ورته طالبیزم مفکوره وی نه اسلامی اصول.چی ورته ووایی ولس مه وژنی وایی چپ سه دالر خوره د غرب غلامه! نو دغه شان مبصرین یا پنجابی یا انگریزی او یا هم بی افغانی کله وی چی دکفر ظلم ورته بد شکاری خو د طالب او پنجاب… نور لوستل »

Back to top button
12
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x