نړۍ

سعودي د لومړي ځل لپاره ښځو ته پوځ کې د ګډون اجازه ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ تله، ۱۳۹۸ل): د سعودي حکومت د لومړي ځل لپاره اعلان کړی، چې تر دې وروسته ښځې کولی شي، په وسله والو پوځ کې دندې ترسره کړي.

له لندنه خبريدونکې «الشرق الأوسط» عربي ورځپاڼې ليکلي، د سعودي دفاع وزارت اعلان کړی، چې ښځې کولی شي په پوځ کې د داخلېدو لپاره خپلې عريضې وړاندې کړي.

سعودي حکومت د ۲۰۳۰ کال د نوي فکر له مخې دا اعلان کړی دی.

د دفاع وزارت د اعلان له مخې ښځې کولی شي، د عامې عسکرې سربېره د افسرانو په توګه په پلي ځواکونو، سمندري پوځ، توپچي، طبي او سټراټيژيکه برخه کې دنده ترسره کړي او د خپلواکۍ پر لور ګام واخلي.
الشرق الأوسط د سعودي دفاع وزارت د عملياتو د قومندان جنرال حسن الشهري له قوله ليکلي: «پوځ کې د ښځو داخلېدل د پرمختګ او د ښځو د خپلواکۍ پر لور مهم ګام دی.»

د جنرال شهري په وينا په دفاع وزارت کې د ښځو د دندو لپاره زرګونه پوسټونه خالي دي او وړتيا لرونکې ښځې کولی شي، په دفاع وزارت کې دندې ترسره کړي.

حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې له ۲۰۱۴ کال راهيسې سعودي په يمن کې له حوثيانو سره په جګړه بوخت دی، خو تر اوسه د کوم پرمختګ څرک نه ښکاري او تېره اونۍ حوثيانو اعلان کړی و، چې له ۲۰۰ زيات سعودي عسکر يې وژلي او نږدې درې زره يې ژوندي نيولي دي.

سعودي حکومت تر اوسه د حوثيانو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګلاجان کوچی

چې له زلمو نه پوره نشوه عربستانه جينکۍ به دې ساتينه.د حرمينو پر خاوره د ښځو او نرو د اختلاط او … يوه بله بده هڅه.

جميل

نارينو يی په دا سل کالو څه توره وکړه چی ښځی يی وکړی .
دا د بيحيايی او فحشا لپاره لاره جوړول دی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close