افغانستانمرکې

طاهر خان: د اسلام اباد ناستې د قطر د خبرو د بیا پیل په برخه کې ګټورې تمامېدای شي-مرکه

نن ټکی اسیا(جمعه، ۱۲تله، ۱۳۹۸ل): په پاکستان کې مېشت ازاد خبریال او د افغانستان د چارو کارپوه «طاهر خان» وايي، په اسلام اباد کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو او تر څنګ یې د طالبانو او خلیلزاد تر منځ ناستې شوې، چې د قطر د مذاکراتو د بیا پیل په برخه کې اغېزناکې ثابتېدلای شي.

طاهر خان له «نن ټکی اسیا» سره په خپله تازه مرکه کې وویل «په اسلام اباد کې طالبانو او پاکستاني چارواکو په ګډه له امریکا غوښتي دي، چې د خبرو پروسه دې بیا پیل شي،  دا یو مثبت ګام دی او  تر څنګ یې پاکستان په هماغه زاړه دريځ دی، چې د افغانستان شخړه د جګړې له لارې حل کېدای نه شي او د افغانستان د جګړې ښکېلې غاړې دې تشدد کم کړي».

نوموړي ددې پوښتنې په جواب کې چې ایا زلمی خلیلزاد رښتیا هم اسلام اباد کې دی او له طالبانو سره به ویني یا نه؟ وویل « زلمی خلیلزاد په اسلام اباد کې دی او اوس سرچینې دا خبره هم کوي، چې د طالبانو او خلیلزاد تر منځ نن ناسته شوې، دا چې په یو وخت طالبان او خلیلزاد په اسلام اباد کې دي دا دواړه سفرونه له یو بل سره اړیکه لري او یو غوره پرمختګ دی.»

د طاهر خان په خبره، په اسلام کې د طالبانو د سفر په مهال د زلمي خلیلزاد شتون ښيي چې کېدای شي امریکا د افغان سولې په تړاو د خپل نظر بدلون ته اراده کړې وي، داسې امکان شته چې دا ناستې به د قطر د مذاکراتو لپاره یو ښه بنیاد جوړ کړي.

د طاهرخان په وینا «په دنده د خلیلزاد پاتېدل، له عمران خان سره نیویارک کې د خلیلزاد لیدل، په یو وخت پاکستان ته د طالبانو او امریکايي پلاوي راتګ دا ټول دا ښيي چې د افغان سولې خبرې به بیا پیل شي».

نوموړي پاکستان ته د طالبانو سفر یو غوره ګام وباله، چې په خبره یې، مثبت پیغام یې له ځانه سره درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x