روغتیا

پاکستان کې د ډینګي راجستر شوي ناروغان له «۲۰۰۰۰» څخه اوښتي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ تله، ۱۳۹۸ل): پاکستان کې د  ډينګي وایروس په پراخه کچه زیات شوی دی چې په بېلا بېلو ایالتونو کې په تېره نږدې موده کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور اخته شوي دي.

د پاکستاني ورځپاڼو د راپورونو سره سم چې په دغه هېواد کې هره ورځ پر ډینګي ناروغۍ اخته سلګونه کسان روغتونونو کې راجستر کیږي چې په مجموعي ډول تر ۲۰۰۰۰ زیات وګړي تر دې دمه په روغتونونو کې راجستر دي.

د یادې شمېرو له مخې شاوخوا ۴۵۵۰ وګړي په پنجاب ایالت، همدومره په خیبر پښتونخوا، ۳۰۰۰ په سند، ۲۷۰۰ بلوچستان، ۲۸۰۰ اسلام اباد، په کشمیر کې شاوخوا ۴۰۰ او په قبایلي سیمو کې هم له ۳۰۰ زیات وګړي په ډينګي وایروس اخته شوي دي.

د ای آر وای ورځپاڼې د راپور سره سم تر دې دمه له ۳۵ زیات کسان چې په روغتونونو کې راجستر وو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې زیاتره برخه یې په سند ایالت کې پېښ شوي دي، په دې شمېره کې هغه ناروغان شامل نه دي چې روغتونونو کې راجستر شوي نه دي.

دا هغه شمیرې دي چې له معاینې وروسته په روغتونونو کې راجستر شوي دي، له دې په څو چنده زیات داسې وګړي شتون لري چې پر ډینګي ناروغۍ اخته دي خو د تشخیص او درملنې لپاره روغتونونو ته نه دي تللي.

دا ناروغي د یوه ځانګړي غوماشي (ایډیس ایجپټي) له لارې رامنځته کیږي چې ددې په واسطه له یوه نه بل کس ته لیږدول کیږي. د راپورونو په وینا دغه غوماشی هغه ځای کې موندل کیږي چیرې چې پاکې ولاړې اوبه موجودې وي.

د ناروغۍ څرګندې نښې سخته تبه، قۍ کول او د سترګو درد ښودل کیږي، ددې ناروغۍ ډاکټران وایي چې له ډینګي غوماشو چیچلو نه وروسته ناروغ کې ددې نښې له دریو ورځو وروسته تر دوه اوونیو پورې راڅرګندیږي.

د روغتیا نړیوالې ادارې چارواکي وايي، هر کال په ټوله نړۍ کې نږدې ۲۲ زره کسان د دغې وایروس له کبله مري.

ګڼ شمېر راپورونه وایي چې پاکستان کې د ډینګي ناروغانو د زیاتوالي له کبله په روغتونونو کې ځای نه موندل کیږي، دغه لامل دی چې د ناروغۍ په سم ډول درملنه نه ترسره کیږي او بالاخره ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا یې هم ناروغي پخه شي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۷م کال کې دغې ناروغۍ پاکستان کې د وبا شکل اختیار کړی و چې شاوخوا تر ۱ ملیون کسان یې اغیزمن کړي وو او له کبله یې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x