افغانستان

قریشي: د طالبانو مؤقف ډېر معقول وو

نن ټکی اسیا(جمعه، ۱۲تله، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وايي، همېشه یې په افغانستان کې ثبات غوښتی اوپه دې تاکید کوي، چې د افغانستان شخړه نظامي حل نه لري نو ځکه باید له سیاسي لارو حل و فصل شي.

قریشي چې د ملا برادر اخند په مشرۍ د طالبانو له یوه پلاوي سره یې په اسلام اباد کې تر لیدنې وروسته  له یوه تلویزون سره خبرې کولې، وویل « موږ تل ویلي، چې د افغانستان شخړه نظامي حل نه لري او سیاسي حل یې یوازې د مذاکراتو له لارې شونی دی، په همدې خاطر د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات پیل شول، چې نهه پړاو یې په بر کې ونیول او داسې یو مهال چې مساله تقریبا پای ته رسېدلې وه، مذاکرات ودرېدل».

نوموړي زیاته کړه « ما د طالبانو له استازو سره لیدنه درلوده د هغوی دريځ ډېر منطقي او معقول او که لږ هڅه وشي، معامله بیرته سمېدلای شي».

قریشي ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو او امریکا مذاکرات به بیا ځلې پیل شي یا نه؟ وویل « موږ امید لرو او له الله تعالی غواړو چې په دې برخه کې موږ ته بریا نصیب کړي».

د نوموړي په خبره لا هم ځیني کړۍ نه غواړي افغانستان ته ثبات راشي او په دې توګه هغه ګټه چې موږ یې د امن افغانستان په صورت کې درلودلای شو، زموږ څخه وتروړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

قریشی باید د طالبانو دریځ ته معقول او منطقی ووایی ځکه چی د هغوی خپل دریځ دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x