ورزش

انډي مولز د کرېکټ بورډ ډاريکټر او غوراوي کميټې د مشر په توګه پر دنده وګمارل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې پخوانی غړی «انډي مولز» د دغې کمېټې د مشر او کرېکټ ډایریکټر په توګه پر دنده وګومارل شو.

نوموړی چې له دې وړاندې د بنګله دېش سفر لپاره د افغان لوبډلې د سرپرست مشر رزونکي مسوولیت هم پر غاړه درلود، د کرېکټ په ډګر کې شا وخوا ۲۵ کاله تجربه لري او level 4 coach هم دی چې دا دی اوسمهال د کرېکټ بورډ ادارې له لوري د ملي، ایمرجنګ، الف او له ۱۹کلنو کم عمره لوبډلو د غوراوي کمېټې د مشر او کرکټ ډایریکټر په توګه وګومارل شو.

انډي مولز پخوا د نیوزیلند کرېکټ لوبډلې مشر روزنکی هم پاتې شوی، په ۲۰۱۴م کال کې د افغانستان لوبډلې لومړی د توپوهنې روزونکی او بیا لومړی روزونکی ټاکل شوی و، هغه مهال کبیر خان له دندې استعفا ورکړې وه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x