افغانستان

رویټرز: طالبانو او خلیلزاد په اسلام اباد کې سره ليدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د طالبانو د سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوي سره ليدلي دي.

رويټرز خبري اژانس وايي، خلیلزاد او طالبانو يو ساعت ناسته کړې، خو د سولې خبرو د بيا پيلېدو په اړه يې څه نه دي ويلي.

د رویټرز په وينا د امريکايي او طالب استازو دا ناسته د سولې خبرو په اړ د باور فضا جوړولو کې مرسته کولی شي.
د تېر سپتمبر مياشت په ۸مه، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې ختمې کړې، دا لومړی ځل دی، چې امریکا او طالبان سره مخامخ ګوري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او اسلام اباد کې د امریکا سفارت د دې ليدنې په اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين تېره ورځ رسنيو ته ويلي، چې اسلام اباد کې د امریکايي او طالب استازو د ليدو امکان نه ردوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x