خويندې دې وپوهیږي؛ چې څوک یو او د څه لپاره یو؟

حنیفه (زاهد) شاجويي

هغه معتریضین چي موږ ته ډیر له لیري لاسونه راغزوي، غواړي چي زموږ خوندي پردي شکمني کړي چي اسلام ولي ښځوته دکار کولو حق نه دي ورکړ، زموږ خوندي الحمدلله ټینګه عقیده لري اوپه دي باور دي چي په اسلام کي تر بل هر قانون زیات اجتماعي ګټو او معاشرتي ښيګڼو ته پام شوي ، اسلام کار کول دهر چا دپاره خوښوي متعال چښتن جل جلاه کار کول دیو نعمت په بڼه یاد کړي.

دسورة النبأ په (۱۱) آیة کي ارشاد فرمایي (( تاسوته مي ورځ دکار او ګټي دپاره پیداکړي))

تردغه آیة کریمه مخته او وروسته دڅو متعددو نعمتونو ذکر راغلي چي دغه ټول نعمتونه دنارینه او ښځینه دواړو دپاره دي او هم زموږ دخوږ پيغمبر صلی الله علیه وسلم داقول دي (( هیڅکله بل چا ښه خوراک نه خوړلي تر هغه خوراک چي څوک ئې دخپل لاس له عمل څخه خوري)).

اسلام ښځه له یو کار څخه هم نه منعه کړي یواځي دښځي حاکمیت او ریاست ئې دیو قوم دپاره مکروه او ناخوښه بللي زموږ ددین حکیمانه پريکړي چي ورځ تر بلي ئې رښتنولي راسپړيږي په دي هکله ئې کیدای شي یو دامنظور هم وي چي پر یو قوم حاکم کیدل خو اجرائاتو ته ضرورت لري، ښځه چي دزیاتي خواخوږي او عاطفي لرونکي ده دابه ورته ګرانه وي ورکړي جنایتکاره ته مناسبه سزا ورکړي او له ظالمه سره داسي چلند وکړي څنګه چي ورته په کار وي، هغه څوک چي دنارینه اوښځي دبرابری غوښتونکي دي دهغوي هم په دغه دعوه کي ژبه او عمل سره لیري ښکاري، دامریکا متحده ایالاتو جمهوري نظام چي له <۱۷۸۹> میلادي کال راپه دیخوا د <۴۵> جمهور رئیسانو لړۍ په بر کي نیسي په دغه تقریبا دوه نیمو پیړیو کي ئې واک یواځي دنارينه وو په مینځ کي لاس په لاس شويپه هر حساب چي ګورو په نړۍ کي دټولواکۍ په دنده کي ښځو ډیره کمه ونډه اخستي نن چي داخبره اورو: کار دي اهل کار ته وسپارل شي داډيره مهمه او په زړه پوري جمله ده او دژوند هر اړخیزه هوسایي پکي نغښتي ده خو داکار به دعلماوو او کارپوهانو یوي ګډي پريکړي ته پریږدو، زه راځم وخپلو پتمنو او دردیدلو خوندوته او په ډیر درناوي او خواخوږي ورته مخامخ کیږم او ورته دا وړاندیز کوم:

مسلمان باید نه ظالم واوسي او نه مظلوم، تاسو هرومرو خپل حقوق وغواړئ خو هغه دي داسلامي هدایاتو مطابق وي، زموږ په ټولنه کي داسي نارینه ډیر وینو: چي په ډلئېز ډول راټولیږي دخپل دین، عزت او آزادۍ دپاره غوښتني، مبارزي او ګواښونه کوي که زموږ خوندي راټولي شي او یوازي دکومي دارایي دراغونډولو او خپلو هوسونو دپاره ږغ پورته کړي دابه خداي جل جلاله مه کړه زموږ دښځو دماده پرستۍ او ټیټ فکر يونښه شي، زموږ خوندي هم هر قدم چي اخلي باید خپل مذهب عقیده او خپل عزت په نظر کي ولري، زموږ خوندي که ښه پیاوړی استعداد ولري او دنسل جوړولو پر درانه خدمت علاوه نور کارونه هم ټولني ته وړاندي کولی شي ، له خداي جل جلاله څخه ورته دلابرکت دعاکوو خو دخپل کار کمیت او کیفیت ته دي ضرور پام کوي، هغه سخت او درانه کارونه دي پر غاړه نه اخلي کوم چي نارینه ئې په زور او قوت سره سرته رسوي ، ځکه چي ښځي په عمومي توګه په جسمي لحاظ له نر څخه کمزوري دي له وس څخه زیات کاربه دوي دزياتي ستومانۍ، تنګۍ او له کار څخه دبیزاره کیدو سبب شيزموږ خوندي دي له نارینه وو سره ګډ کارونه نه انتخابوي، ځکه په دي صورت کي خو ددوي هره وظیفه چي وي سمه نه شي تر سره کولی، ډیر داسي کارونه دي چي ښه قوت او توجه ورته په کار وي که نارینه او ښځه یو ځاي کار کوي نو هرومرو هغه فطرتي تمایل چي په دوي دواړو کي پروت دی ددوي دښه کار کولو مخي ته خنډ جوړیږي او دوي دواړي ډلي په پوره توجه سره خپلي دندي ته نه شي رسیدلاي، نارینه اوښځه په ناسته، ولاړه، خبرو، چپتیا حتی دمجلس دموضوع په انتخاب کي لا سره ډیر فرق لري که هیڅ مانع نه وي هم ښځي غواړي له نارینه وو څخه په جلا ډول ناسته ولاړه ولري، دمثال په توګه خوندي او وروڼه چي په ارثي لحاظ ئې عادتونه هم ډیر سره نژدي دي دانه خوښوي چي ټول وخت سره یو ځاي واوسیږي، له ډوډۍ اوچاي خوړلو څخه ورسته غواړي چي جلا جلا مجلس جوړ کړي او هره ډله دخپل طبعیت مطابق سره خبري وکړي، داچي ښځي له نارینه وو څخه په یوازي اوسیدوکي یو ډول اطمنان ترلاسه کولي شي بیانو داولي ومنو چي ښځي او نارینه دي یو ځاي کار وکړي؟ او دابه کومه ګټه ولري چي ځواني انجوني او هلکان دی په یوه درسګاه کي درس ووايي؟ زه غواړم او دا دالا زمه بولم په هر قیمت چي وي زموږ دښځو پټ پاتي شوي استعداد را وسپړل شي او کار ولويږي چي هغوي خپل ځانونه، کورنۍ اوټولني ته پوره خیر ورسوي، او په پای کي خپلو خوندو او وروڼو ته دنیکمرغه او هوسا ژوند دعاکوم او خپل دردیدلي اولس ته دبختور راتلونکي په هیله یم.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

زاهد صاحب كور دي ودان ښکلی لیکنه خو ورستني كرښی یی ښه منطقي دلائل او په زړ‎ه پوری مثالونه دي

جميل
میلمه
جميل

الله تعالی دی تاسو ته خير او په دين او ژوند کی برکت درکړی .
په تاسو غوندی ليکوالانو نازيږو او د خوښی احساس کوو .
بريالی اوسی محترمی حنيفه خوری .