چيني مسلمانان

د چين روان ظلم او د نړيوالو چوپتيا / ویډیو

احمد منصور

په نړۍ کې ظلم وحشت يو معمول عمل ګرځېدلی، دا پېشه د هغو هېوادو ده چې د دې عصر په نوې ټکنالوژۍ سمبال دي، پرمختللې وسلې، هوايې الوتکې ، او هر هغه اشياء لري چې معنوي قوت يې بللی شو.

دغه قوتونه غواړي آزادو اولسونو خصوصا په اسلامي نړۍ د خپلې سلطې کړۍ راتنګه او خپل راج پرې وچلوي د همدې موخې لپاره په يو شمېر اسلامي هېوادو يې يرغلونه کړي او په خپلو هېوادو کې په مېشتو مسلمانانو داسې ظلمونه کوي چې انسانيت ترې پناء غواړي هلته له مسلمانانو د ژوند ټول حقوق سلب کړي.

يو له هغو هېوادو چين دی، چې له ډيرې مودې هلته د مېشتو ايغوري مسلمانانو په تعذيبولو او وژلو لګيا دی، تېره روژه کې مې د چين د ايغوري مسلمانانو په اړه يو راپور وکوت چې پکې د ايغوريانو د مظلوميت انځور ښودل شوی وه.

راپور کې راغلي وه چې د چين حکومت ايغوري مسلمانان روژې نيولو ته نه پرېږدي، همدارنګه يې زياته کړې وه چې هفته کې يو ځل پوليس مکاتبو، پوهنتونونو ته ځي، په ايغوري محصلينو په زور ډوډۍ خوري که کوم يو له خوړلو انکار وکړي پټو زندانو ته يې بيايي چې بيا يې د ژوند او مرګ په اړه خپل او خپلوان هيڅ معلومات نه لري، همدا رنګه په ږيرو پرېښودو يې هم بنديز لګولی دی.

د هغه راپور کتلو وروسته مې د ايغوري مسلمانانو په اړه ليکنه وليکله، موخه او هدف مې له هغې ليکنې، دې موضوع ته د آزادو ليکوالانو پام را اړول او خپل اسلامي او انساني مکلفيت ادا کول وه، نه پوهيږم چې هغه وخت ولې اسلام پالو دې موضوع ته توجو ونه کړه اوميد دی چې دغه ليکنه مې د ليکوالانو په را بېدارولو کې مرسته وکړي او د خپلو قلمونو پر مټ د چين له روانو ظلمونو پرده لرې کړي.

ايغوري مسلمانان يوازې په چين که نه بلکې هندوستان کې هم موجود دي چې د واکمن حکومت له لوري سخت زورول کيږي او له کورونو ويستل کيږي يعنې هلته هم ايغوريان د مظلوميت شپې ورځې تيروي.

خو د چينايې حکومت له لوري په روانو مظالمو باندې نړۍ چوپه خوله ده، تر اوسه يې په اړه نه نړيوالو رسنيو کوم راپور خپور کړی او نه يې د بشري حقوقو ادارې په اړه څه وايې، په دې نزدې وختونو کې د علمي مراکزو د ناظرينو يوې کمېټۍ په چين کې هغه زندان تثبيت کړی چې چينايې فوځ هلته په زرګونه ايغوريان اسيران کړي،

د دغې کمېټۍ يو غړی وايې مونږ چې د دې ځاي په اړه د چينايې چارواکو څخه وضاحت وغوښت، لنډ ځواب يې راکړ چې دا يو تربوي مرکز دی، نوموړی زياتوي زمونږ د بيا بيا اصرار له امله دې ته مجبور شول او اعتراف يې وکړ چې دا مو د ايغوري باغيانو لپاره زندان جوړ کړی، دا چې هلته به له هغو سره کوم چلند کوي، دا هر څه د چين حکومت له نړۍ پټ ساتلي، رښتيا هم چې حقيت نه پټېږي.

چين غواړي هغه سيمه چېرته چې ايغوريان مېشت دي د خپل کنټرول لاندې را ولي، ځکه هغه ځاي طبيعي زيرمې لري ايغوريان عباداتو او خپلو رواجونو، رسمونو ته نه پريښودل يې ايغوريانو کې اسلامي احساس وژل دي، او له خپل دين څخه لرې ساتل دي.

چينايان دې په دې وپوهيږي چې تاسو نه شئ کولی د هغوی له زړونو د اسلام مينه وباسئ او يا يې له خپل دين څخه واړوئ، ورته کوښښونه ستاسو اسلافو ډېر کړي، نه خو يې مسلمانان ختم کړل او نه يې د هغوي له زړونو خپل دين سره پرته مينه ويستلې تاسو بايد خپلو مظالمو ته د پاي ټکی کېږدئ، هسې نه همدغه وينې او تعذيبونه مظلومانو ته ورکول ستاسو د نابودۍ سبب وګرزي.

په اخر کې مې د بشري حقوقو له ادارو، بې پري رسنيو، او آزادو ليکوالانو څخه غوښتنه دا ده چې د دغو مظالمو په اړه چوپه خوله پاتې نه شي، خپل انساني مکلفيت دې ادا کړي، او د چين د حکومت له روانو مظالمو دې پرده پورته کړي.

ویډیو:

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

منصور صاحب ! ډیره مننه د چین د ایغوری مسلمانانو باندی د چینی کمونستانو له خوا له مطالمو، وحشتو، وژنو او شکنچو دی مفصل خبر کړو. زه به هم څه ورسره زیات کړم : تصحیح : ۱ ــ د لیکنی شروع کی د مادیاتو به ځای معنویات لیکل شوی. ۲ ــ مسلمانانو ته د اسلام پال کارول ناسمه او شرک دی تبصره به یی د توضیح د پاره مناسب انتخاب نه وی، لیکنه کی به پری څه ولیکو انشالله پوښتنه : نړیوال کفر ولی په ګډه د اسلام او مسلمانانو په ضد کرکی زیږولی، جنګ او وحشت ترسره کوی ؟… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

مجاهد،عرف بیانزی استاد
لیکنه د منصور صاحب ده.فوق العاده لیکنه ده.
د لیکنی تصحیح حق تاته چا در کړی؟او ته څه کاره یی ؟چه د نورو لیکنی بی خونده.کمرنګه کوی ؟
خپلی شړی سره خپی غزوه.
په افغانستان کی په دا نشته امکاناتو سره خلک لیکنی ولیکی ،او بیا ته په کی د لندن څخه پیچ کشونه تاوو کوی،
خپل کار دکوه،سوسیال موسیال ته پاملرنه وکړه

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
منصور ته.
چین ولسی خلکو او دولت ته ظالم مه لیکه مه ورته ظالم کافر وایه.
ځکه چه چین د پاکستان او د طالیبانو ملګری دی.
چین دا نه منی چه زه ظالم کافر یم،طالیب ،دولت.امریکا هم دا نه منی چه موږ ظالمان یوو.
نو په تله کی چه ،چین،پاکستان،طالیب.دولت.امریکا .ټول سره وتلی نو په ظلم کی سره یو شی دی.
عقیده یی بیا د ټولو خپله ده.خو په ظلم کی اسراییل ورته تسلیمی سلامی ونیوله.