نظــر

ټاکني که د ولس سترګو ته خاوري شیندل؟

لیکنه: استاد خالد شرنوال

#جمهوریت چې د دیموکراسۍ اصل ده دې کې د ملک ټول ولس نر او ښځي راولاړیږي یو پاچا ټاکي.
نو هر یو کاندیدو پاچاهانو کې خپلي خوښي کاندید ته رایه ور کوي د دې اصل له مخي رایه پټه او د هر چا خپله خوښه ده که یې هر څوک ټاکل، دې کې زور، زر او درغلي نه چلیږي.

دې کې هغه کاندید کامیاب دی چې تر ټولو یې زیاتي رایې وړي وي او بل دا چې د ټولو رایو (۵۰+۱) سلنه به یې پوره کړي وي.

دا چې دا اصل د اسلام مبارک دین له اصولو سره سم دی که ناسم د لیکني اوږدیدو له امله یې پریږدم اصلي موضوع ته ځم.

افغانستان کې په (۱۳۹۸/۷/۶ ل.ل) نېټې ټاکني وشوې دا ټاکني عجایب لري په غور یې ولولئ.

د افغانستان نفوس د احصایې له مخي اوس (۳۵) میلیونه کسان دي چې تقریبا (۲۰) میلیونه کسان یې تر (۱۸) کلنۍ لوړ عمر لري او ټاکنو کې رایه کارولای شي.
تیرو کلونو ټاکنو کې هم داسې ټاکني شوي چې تقریبا تر (۱۶) میلیونو زیاتو کسانو ګډون کړی او رایې یې کارولي دي.
خو څرنګه چې نور افغانان پوه شوي دیموکراسي ، جمهوریت او بل واکه پاچاهان د مسلمانانو ستونزي نشي حل کولای دا ځل ټاکنو ته (۹) میلیونه تذکیري نشاني شوي وې (رایه یې کارولای شوای) خو د (۳۵) میلیونه افغانانو له جملې څخه یوازي (۲) میلیونو افغانانو ګډون وکړ الله جل جلاله پوهیږي دې شمېر کې به بل واکه حکومت څومره درغلي کړې وي. که هیڅ هم نه وي شوې.

۱: (۲) میلیونه کسان د (۳۵) میلیونه کسانو نماینده ګي کولای شي؟

۲: د افغانستان اوسني حکومت کې به تر (۲) میلیونه زیات رسمي کارمندان (وزیران، رئیسان، مدیران، مامورین…) نه وي؟ نو له دې خو معلومیږي چې یوازي حکومت ګډون کړی رعیت هيڅ ګډون نه دی کړی.

۳: دیموکراسي د خلکو حکومت د خلکو په خوښه په خلکو باندي شعار لري.
نو دا شعار دوی پر ځای کړی؟
ایا دې ته موږ جمهوري انتخابات ویلای شو؟ چې اکثریتو پکي ګډون څه چي ونه کړ بلکي انتخابات یې تحریم کړل.

۴: کامیاب کاندید باید (۵۰+۱) سلنه رایې یوسي چې (۲۰) میلیونه کسانو ۵۰+۱ سلنه رایې (۱۰۲۰۰۰۰) کیږي او د نهه میلیونه کسانو چې تذکیري نشاني شوي وې (۴۵۹۰۰۰۰) کیږي نو چې ټولي (۲) میلیونه رایې د (۱۸) کاندیدانو لپاره کار شوي وي دې ته انتخابات ووایو که د ولس سترګو ته خاوري ورشیندل.

۵: جمهوریت، جمهوریت(ولس) مات کړل نور باید واک جمهوریت(ولس) ته ور کول شي.

ګرانو لوستونکو!
کوم حکومت چې له (۳۵) میلیونه کسانو څخه (۲) میلیونه یعني (۳) سلنه شایقین ولري هغه هم ټول رسمي کارمندان وي او پاتي (۳۳) میلیونه کسان چې (۹۷) سلنه کیږي سپیڅلي مجاهدین (طالبان) وي او نه غواړي وضعیه قوانین په دوی وتپل شي د دیموکراسۍ قانون له مخي له (۳) سلنه او که له (۹۷) سلنه باید پاچا وټاکل شي؟
معلومه خبره ده چې باید له (۹۷) سلنه چې اکثریت دي باید پاچا وټاکل شي دا (۹۷) سلنه ولس ده او د ولس پاچا سوله او شرعي نظام دی.

نو اې اشغالګرو او د دوی ګوډاګیانو دلته ستاسو ځای نشته نور دا سپیڅلي خاوره، سپیڅلي قانون (شرعي نظام) ته پریږدئ کنه خیر به مو نه وي.

وَمَا ذٰلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ
دغسي كار كول، د الله جل جلاله لپاره هیڅ ګران نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
basit

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
زیات لیکل نشم کولای
خو اوسنی خالاتو ته په کتو ډیری رایی استعمال شوی باید په همدی رایو ریس جمهور انتخاب شي
او که طالب پلوی یی طالبان په افغانستان کی 5% فیصده نفوس نشي برابرولای
اوکه مشخصاً ووایم اشرف غنې تقریباً %68 پلویان لري په ټول افغانستان کي

اوکه موقتي حکومت خبره کوۍ بیا مجاهدین او نجیب ته وګورۍ … کباړ

جميل

پدی خبرو دی مفکر ښه پوهيږی ، زمونږ خو سر نسو پخلاص .

گل احمد

نهایت شرم دی چه ۶۸ فیصده پلویان

مجاهد

جمهوریت د نظم نوین جهانی حکومتی تشکل او دموکراسی د نظم نوین جهانی عملی بڼه کی الحادی دین او دجالی نظام دی. الله ج فرمایی چه انسانان باید خپلی ورځنی چاری په الهی اصولو مخی ته یوسی مګر نظم نوین جهانی هڅه لری چه د الله ج په ځای د خلکو ( کانګرس ) په اصولو ورځنی چاری سمی کړی یعنی جمهوریت کی خلک د خدای ځای نیسی . دموکراسی شیطانی نظام دی چه دین له حکومته جلا کوی ( سکولریزم ) په همدغه ماهیت کارول کیږی . په ځانګړی ډول ، په اشغال شوی هیواد کی ټاکنی هیڅ معنی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x