افغانستان

یو حکومت دوه دریځونه؛ بهرنیو چارو وزارت د ارګ خلاف د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان یو ځل بیا د افغان سولې په برخه کې هڅې ګړندی کړې او تمه ده په پایله کې یې په  لنډ وخت کې له طالبانو سره د مذاکراتو د بیا پیل شاهدان واوسو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند «صبغت احمدي» له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي « پاکستان د سولې د خبرو د بیا پیل په برخه کې هڅې پیل کړې او له همدې امله یې طالب مشران دې هیواد ته وربللي، موږ تمه لرو چې یو ځل بیا د سولې د خبرو د پیل شاهدان واوسو».

نوموړي ددې تر څنګ په پاکستان غږ کړی، چې دا ځل د سولې په برخه کې ریښتینې او صادقانه همکاري وکړي.

بهرنیو چارو وزارت داسې مهال د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ستايي، چې له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې بیا اسلام اباد ته د طالب استازو بلل کېدل د ډيپلوماټیکو اصولو خلاف ګام بلل شوی وو او له پاکستان غوښتل شوي وو، چې د طالبانو مېلمه پالنه ونکړي.

ارګ ددې ترڅنګ اسلام اباد ته د طالب استازو سفر د سولې په برخه کې بې ګټې بللی وو او د سولې هغه هڅې یې اغېزناکې بللې وې، چې د افغان حکومت په رهبرۍ مخته وړل کېدې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

څرنګه چی غلام ګی غنی او ډله یی په نامنی کی ښه غلا،چو، چپاول، اخلاقی فسادکولای سی نو سوله نه غواړی.

جميل

ديته وايی يو دولت او يو حکومت ، يو يی يو څه وايی او بل يی بل څه ، د غنی لا تر اوسه زړه ته نه لوږی چی امريکا ماته ده او طالبان راروان دی ، رولا ظالمه هم حال نه ورته وايی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x