ورزش

پر ټولنیزو رسنیو د محمد نبي د مړینې دروغ خبر خپور شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ تله، ۱۳۹۸ل): په خواله رسنیو کې د افغان لوبډلې مشهور لوبغاړي محمد نبي د مړینې دروغو خپر خپور شوی و چې اوس په خپله محمد نبي دغه خبر رد کړ.

یو شمېر کاروونکو پر خواله رسنیو خبر خپور کړی و چې محمد نبي د زړه حملې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خبر له خپریدو وروسته محمد نبي پر خپله ټویټر پاڼه خبر خپور کړ چې نوموړی روغ رمټ دی، او په اړه یې خپاره شوي راپورونه درواغ دي.

اوسمهال افغان آلراونډر د شپږیزه لیګ شپږم پړاو سیالیو چې دوه ورځې وروسته پېل کیږي په تمریناتو بوخت دی، نوموړی به په یاد لیګ کې د مس عینک اتلان لوبډلې مشري کوي.

د محمد نبي د مړینې خبر په هکله کرېکټ بورډ هم څه نه وو ویلي خو څو شیبې وړاندې یې د نوموړي د تمریناتو عکسونه خپاره کړي وو.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x