د سیاسي چارو پيژندل شوی کارپوه: رحیم الله یوسفزی
د سیاسي چارو پيژندل شوی کارپوه: رحیم الله یوسفزی

يوسفزی: طالبانو نړۍ پر خپل دريځ قانع کړې / ویډیو – مرکه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او سيمې د چارو وتلی کارپوه او ژورنالېست رحيم الله يوسفزي له نن ټکی اسيا سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، طالبانو امريکا او د سيمې هېوادونه پر خپل دريځ قانع کړي او له همدې امله امريکا ځان اړ بولي، چې خبرې ورسره وکړي.

ښاغلي يوسفزي زياته کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړي، خو د افغانستان جګړه بايد د سياسي هلو ځلو له لارې حل شي.

دی وايي، د خبرو له درېدو وروسته هم طالبانو روسيې، چين، ایران او پاکستان ته سفرونه کړي او دوی اوس هم پر خپل دريځ ولاړ دي، چې د افغانستان قضيه بايد له سوله‌ ييزو لارو حل و فصل شي.

د ښاغلي يوسفزي په باور پاکستان ته د طالبانو د سياسي مرستيال ملا برادر اخند په مشرۍ د لوړپوړي پلاوي سفر د سولې خبرو د بيا پيلېدو نښه ښکاري.

هغه زياتوي، چې اسلام اباد ته د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو سفر په اټکل نه دي برابر شوی، بلکې دا يو پلان شوی کار ښکاري، چې کېدای شي د سولې د درېدلو خبرو په بیا پيلېدو کې ګټور تمام شي.

اسلام اباد ته د ملا برادر اخند د سفر او د پاکستاني چارواکو له لوري د طالب پلاوي تود هرکلي او پروټوکول په اړه د ګډ حکومت چارواکو نيوکې کړي، خو رحيم الله يوسفزی وايي، اسلام اباد د امریکا په غوښتنه د سولې پروسه کې مرسته کوي، په دې اړه د کابل نيوکې ډېر اهميت نه لري او نه به هم پاکستان توجه ورته وکړي.

رحيم الله يوسفزي دا هم ويلي، چې پاکستان د امریکا په غوښتنه د سولې هڅې پيل کړي، له همدې امله امریکا د پاکستان ستاينې کوي او اوس ټول لوري د سولې خبرو پایلو ته سترګې پر لار دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

يوسفزی صاحب خبری ښی کوی خو کله کله يی لکی کږی کوی ، او کله کله يی بيا لکی ټينګه نيولی وی لکه ډزبندی او تشنج . هره ورځ د مظلومو افغانانو جنازی پر اوږو وی چی د احتجاج په ډول يی د غلام دولت د ولسوالیو او ولايتی مقاماتو ته ور وښيی چی دادی وګوری دوه کلن طالب او دری کلنه القائده ، څو نور سپين ږيری او ښځی هم ورسره ، پوره بازارونه او کلی غلا کړی ، ويی نړوی او ويی سوځی ، څو شهيدان کړی او څو هم د ځان سره بوزی . خو طالبان دی… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

اصلی خبره داده چی دلته د امریکا شتون سوک نه غواری حتی کوشش دادی دی چی شرمیدلی، توک توک او رسوا له دی منطقی وشرل سی. نو دا هغه مشترکه نقطه د سیمی د هیوادو او طالبانو تر منز ده.ددی کار لپاره په کم مصرف طالبان شه اله ده په عین حال کی طالبان دداعش ضد دی نو زینی هیوادونه طالب هم شه مناسب سپر دداعش لپاره بولی. بس لوبه ده، سیاست دی گتی دی او استعمال دی. زموژ د خلاصون یوازنی لار علم عامول او اتحاد دی.

اجمل
میلمه
اجمل

دا د آی اس آی زوی مجاهدین هم جنګ ته تشویق کول لکه چی اوس د طالبانو صفت کوی. دا ټول د آی اس آی زامن دی. طالبان ټوله دنیا پیژنی چی څوک دی او څه هدف لری. دوی د اسلام نوم په دنیا بد کړ، د انتحار سبق یی د اسلام په اوصولو کی راوسته او نړی ته یی دا وښوده چی اسلام د نفرت، وژنی او وحشت دین دی.

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

دادافغان ملت نمایندګان دطالبانوپه نامه مشهورسوی دی طبعاًافغان ملت ۹۹،۹۹٪مسلمانان دی بیله جهاده اۍ ناپوهانو افغانان بله چاره وینی چه دطالبانو مخالفت کوی که امریکااوروس په افغانستان کی واوسیږی دخپلوهمفکروملحدینو سره- نودغه دۍ ټولوعقل والاافغانانوته معلومه سوه چه کرزۍ اواشرفغنی غوندی وطن پروشان یی پرملک مسلط کړل دخلکواولادونه اونامسونه ندی خوندی رشوت عام دۍ عبدالرازق دډیورنډدکرښی پرنه منلو امرکایانومړکۍ آیاروس یاامریکاافغانستان په زاریوپریږدی اوکه ستاسودملک دمسکنانواوبیوزلوغم اخستی دی، هغه حکومتونه چه دوی دافغانستان دپاره مقرر روی هغوی ددوی دپاره کارکوی ددوی ګټه زموږپه بیعلمی مسکنی اوبی اتفاقی کی ده اۍ ناپوهانودخپلوشهیدانواوغازیانوعزت وکۍ ستاسواودالله دکلام دپاره مری اوخواراوزارکیږی که ملحدین اوکفارووزی… نور لوستل »