افغان فوټبالر «ندیم امیري» د جرمني په ملي لوبډله کې شامل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۸ل): افغان لوبغاړی ندیم امیري چې د کورنۍ یې له ۳۰ کالو راهیسې په جرمني کې میشت ده له څو کاله زحمتونو وروسته بالاخره د جرمني  فوټبال په ملي لوبډله کې شامل شوی دی.

ندیم امیري په جرمني کې په «هوفینهیم» ځوانانو اکادیمۍ کې د فوټبال زده کړې کړي، تمرینات ترسره کړي او په کلبي سیالیو کې یې لوبې ترسره کړي دي.

نوموړي له دې وړاندې د جرمني په ۲۱ کلنو څخه کم عمره لوبډله کې له ۲۰۱۶م څخه ۲‍۱ سیالۍ ترسره کړي او ۶ ګولونه یې هم وهلي دي.

ندیم امیري د جرمني کلبي سیالۍ «بندیسلیګا» لیګ کې د بایر لیورکوسن لوبډلې لخوا لوبیږي، چې لوبډله یې نن ماښام په ۶:۰۰ بجې د آر بي لیپزیګ لوبډلې پر وړاندې سیالۍ لري، نوموړي تر دې دمه په دغه کلبي سیالیو کې ۵ لوبې ترسره کړي چې دوه ګول پاسونه یې هم کړي دي.

د جرمني فوټبال لوبډلې خپله ۲۱ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې د ارجنټاین لوبډلې پر وړاندې به د اکتوبر میاشتې په ۹مه نېټه په دوستانه سیالۍ کې مخ کیږي.

۲۲ کلن ندیم امیري په لومړي وار د جرمني فوټبال په ملي لوبډله کې یوځای شوی دی، نوموړی د منځني حمله کونکي لوبغاړي په حیث لوبه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د