افغانستان

ارګ: پاکستان ته د طالبانو د سفر په تړاو د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې «شخصي نظر» دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ تله، ۱۳۹۸ل): ارګ وایي، پاکستان ته دطالب استازو په تړاو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وروستۍ څرګندونې د نوموړي د شخصي نظر برخه دي.

د ګډ حکومت د مشر ویاند «صدیق صدیقي» په خپل ټویټر لیکلي « د افغان سولې اړونده پالیسي د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري اعلان شوې، په دې برخه کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې د افغان حکومت دریځ نه روښانه کوي او دا څرګندونې د نوموړي شخصي نظر دی».

ارګ وروسته له هغه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې شخصي نظرونه بولي، چې تېره ورځ ددې وزارت ویاند «صبغت احمدي» د سولې په برخه کې د پاکستان وروستۍ هڅې وستایلې او دې هیواد ته یې د طالبانو د سفر هرکلی وکړ.

تر نوموړي وړاندې ارګ د یوې اعلامیې له لارې پاکستان ته دطالب استازو سفر غندلی وو او د یاد هیواد له لوري یې طالبانو ته ښه راغلاست ویل د ډيپلوماټيکو اصولو خلاف کړنه یاده کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

دګډحکومت چارواکی لکه دکوچیانوسپی دیواوبل داړل یی شروع کړل. چی دا هم د وارخطای نښه ده.

جميل

ځنی کم عقل شوده ګان بيا وای چی طالبان دی د دی شوړيدلی او شليدلی غلام دولت سره مذاکرات وکړی .
دا ټوله بوده ګان چی د خپل مالک پر يوه آبخور شخوند وهی لکه چنجيان پخپلو کی سره خوری .
سپين سپيڅلی طالبان به خپلی پاکی لمنی پدی مرداريو داغداره نکړی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x