افغانستان

هند: افغان حکومت ته دې د سولې په پروسه کې ونډه ورکړل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ تله، ۱۳۹۸ل):په داسې حال کې چې د طالبانو د سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» په مشرۍ یو دوولس کسیز پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان اړوند موضوعاتو د بحث په موخه اسلام اباد ته تللی او هلته یې د پاکستاني چارواکو تر څنګ له امریکايي پلاوي سره لیدنې د سولې د پروسې د بیا پیل هیلې راټوکولې؛ هند وايي، د افغان سولې هغه  پروسه ورته د منلو وړ ده چې د کابل حکومت پکې دخیل وي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند «رویش کمار» چې یوې خبري ناستې ته یې خبرې کولې، وویل « هند د افغانستان د سولې پروسه له نږدې څاري او له هغې پروسې ملاتړ کوي، چې د افغانستان د منتخب حکومت ټولې برخې پکې ونډه ولري».

رویش زیاته کړه « د سولې د خبرو د بیا پیل هڅې روانې دي او په پایله کې به یې په یوه توافق لاسلیک کېږي، دا توافق باید ترورستانو ته د پښې د تم کولو او  بیسونو د جوړولو زمینه مساعده نکړي، له کومه ځایه چې هغوی هند هدف ګرځولای شي».

نوموړي ددې تر څنګ یاده کړه، چې د سولې په پروسه کې باید د کابل حکومت سیاسي مشروعیت او حاکمیت ته پام وشي.

د رویش په خبره، هند د افغانستان له ټاکنو وار له مخه ملاتړ کاوه او خوښ دی چې له ستونزو سره، سره ټاکنې بریالۍ ترسره شوې.

هند داسې مهال د سولې په پروسه کې د کابل حکومت د ورګډولو غږ کوي، چې د طالبانو یو پلاوي په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره لیدلي او ورسره جوخت د مذاکراتو د بیا پیل امیدونه راپورته شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ستاسو ۱۸ کلنی خواری او لاسته راوړنی به هم د خاورو سره خاوری ، د غلام دولت ډير لږ وخت پاته دی .
دا چی تاسی د غلام دولت پلوی کوی درويی غواړی هند ته ، دوی هم تاسو غوندی زمونږ د دين دښمنان دی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x