افغانستان

کرزي پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان پخواني ولسمشر «حامد کرزي» د سولې د خبرو د بیا پیل په برخه کې وروستۍ هڅې ستایلې او په دې برخه کې یې له پاکستان د دوامداره مرستې هیله کړې.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه لیکي « د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره د وروستیو هڅو هرکلی کوي او هیله څرگندوي چې حقیقي سولې ته د رسېدو لپاره ټولې غاړې په پوره شفافیت او صداقت سره د سولې خبرې بیا پیل او پر مخ بوزي.»

اعلامیه زیاتوي « پخوانی جمهور رئیس همداراز د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې په دغو هڅو کې ممد او همکار پاتې شي تر څو د مثبتو نتایجو په ترلاسه کولو سره د دواړه گاونډيو هېوادونو ترمنځ د نېکې، حسنه او متمدنې رابطې او ورورگلوۍ فضا رامنځ ته او تقویت شي».

کرزی داسې مهال د سولې په برخه کې د طالبانو له وروستیو سفرونو هرکلی کوي، چې ارګ بیا دا سفرونه بې ګټې او له لاسته راوړنو تش بولي او د طالبانو د میلمه پالنې له امله د پاکستان حکومت ملامتوي.

ارګ ددې تر څنګ د طالبانو له سفرونو د ګډ حکومت د بهرنیو چارو د وزارت هرکلی هم غندلی او زیاته کړې یې ده، چې د سولې په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې د اعتبار وړ نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبد الله

کرزی او فاروق اعظم دواره کوشش کوی چی مطرح شی او بیا قدرت ته ورسیزی نو زکه د موقت حکومت لاره د زان دپاره شه لار بولی، کرزی زکه یی د پاکستان مننه کری چی پاکستان رازی وساتی د طالب له خوا یی کار جور دی زکه ملا برادر سره خو مخکی هم شه روابط لرل دواره پوپلزی دی. خو ازموده را ازمودن خطا است.

سیدزرغون شاه آغا

په افغانستان کی دټولومشکلاتو، بی عدالتی، اخلاقی اواداری فساد، بدبختی او……………..ریښه اومنسټګرهمداکرزی دی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x