افغانستان

امریکا: موږ او افغان عسکرو د ټرمپ په امر د طالبانو په وړاندې جګړه تونده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ تله، ۱۳۹۸ل):د  امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر «مارک ایسپر» وايي، د سولې د خبرو تر لغوه کېدلو وروسته یې د ټرمپ په امر د طالبانو په وړاندې جګړه تونده کړې.

ایسپر چې واشنګټن ته په لاره یې له نوموړي سره مل ژورنالستانو ته خبرې کولې، وویل « له هغه وخته چې د سولې خبرې لغوه شوې، د ولسمشر ټرمپ له امر سره سم موږ په طالبانو باندې هوايي او ځمکني بریدونه زیات کړي، هوايي بریدونه زموږ او ځمکني بریدونه د افغان عسکرو له لوري ترسره کېږي».

ایسپر زیاته کړه « دا د طالبانو د هغو بریدونو ځواب دی، چې د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې ترسره کړي».

که څه هم تر دې دمه کومې داسې نښې نشته چې وښيي امریکایي لوری دې د طالبانو په زیاتو ځپلو توانېدلی ؛ خو هغوی  داسې مهال په طالبانو باندې د بریدونو د زیاتولو خبر ورکوي، چې د سیمې هیوادونه له طالبانو او امریکا غواړي، چې د سولې لپاره دې د چاپېریال برابرولو په موخه دې دواړه لوري په خپلو بریدونو  کې کموالی راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

لومړی خو افغان عسکرو ته د ټرامپ امر ښيي چي هغوی د ټرامپ غلامان دي، بل د امريکايانو له خوا پر طالبانو د جګړې توندېده ښکرور درواغ دي. اصلاً امريکايان د افغانانو په وړاندي هم د جګړې په ډګر کي پړ دي او هم د سياست په ډګر کي او هغه متل به مو اورېدلی وي چي وايي: « پړ هم يو وراشه لري» . دوی اوس مات او خړ او خجل دي او له دې امله بې خلطې پيرونه کوي.

جميل

دا خو لکه د اندرابی ورک ماما ، درواغ او باټی يی هم اندرابی ته په ميراث ور رسيدلی دی .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx