
د وزن کمولو درې اسانه خو ګټور تمرینونه
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۸ل): د وزن کمولو لپاره بېلا بېلې لارې په کار اچول کیږي، کم خوراک، سخت ورزش، جیم ته تلل، بېلا بېل درمل خوړل، دا هغه څه دي چې د چاغوالي له منځه تلو تاثر په کې ډوب دی، خو پوهان وایي چې له دې څخه یې ځينې ترسره کول په راتلونکې کې روغتیا لپاره زیانمن دي.
د وزن کمولو لپاره له اندازې کم خوراک کول، او تر ډيرې اندازې ورزش کول، ځان ستړی کول که څه هم په عین وخت کې انسان وزن کموي خو په دوی کې د اوږدمهالې ناروغۍ د رامنځته کېدو او بالاخره د چاغوالي د یو وار بیا راګرځېدو ګواښ زیاتوي.
که څه هم د وزن کمولو لپاره په ورځني ژوند کې بدلون، بشپړ خوب او داسې نور بدلونونه اړین دي خو دلته درې داسې ورزشي تمرینونه ښيو چې اسانه هم دي او د وزن کمېدلو سربېره د روغتیا لپاره ګټور هم دي:
بر پيس ورزش
په دې تمرین سره د انسان ټول بدن په حرکت راځي، بدن کې د وینې جریان چټکیږي، ساه اوږدیږي د کوم په مرسته چې سږو ته په سمه توګه اکسیجن رسیږي.
دغه تمرین څرنګه ترسره کړئ؟
لومړی نیغ ودریږئ، بیا داسې کښینئ چې زور مو په پښو او لاسونو وي (لکه د عکس په دویم او دریم پړاو کې لیدل کیږي)، بیا پر لاسونو زور ډیر کړئ او پورته خواته په چټکۍ سره ټوپ کړئ، نیغ ودریږئ او لاسونه مو پورته ونیسئ.
د امریکا سپورت او درملو کالج د یوه راپور سره سم یاد تمرین ترسره کول د وزن کمولو لپاره تر ټولو غوره لار ده، که د یو چا وزن ۸۰ کیلو وي کولای شي د یاد تمرین په یوې خوارۍ سره ۵.۱ کالوریز له منځه ویسي.
له رسۍ ټوپ وهل
له رسۍ ټوپ وهل که څه هم زمونږ په ټولنه کې د ماشومانو لوبه ګڼل کیږي او دېته په عامه اصطلاح د ښځو ورزش ویل کیږي، خو د وزن کمولو لپاره دا تر ټولو اسانه او غوره لار بلل کیږي، په دې ورزش سره بدن کې د وینې جریان چټکیږي، د کوم په مرسته چې ساه اوږدیږي، سږي په سم ډول کار ترسره کوي. ددغه تمرین په یوه دقیقه ترسره کولو سره ۱۳ کالوریز سوزول کیږي.
لامبو وهل
لامبو وهل یو غوره عمل دی چې باید هر انسان یې وکړای شي، په دې سره ټول بدن پر حرکت راځي او کالوریز له منځه وړي، د لامبو پرمهال په پښو او لاسونو وهلو سره مخ ته تګ کیږي، چې دا د انسان عضلات پياوړې کوي او په مرسته یې کالوریز سوزول کیږي، په پایله کې وزن کموي او بدن روغ، پياوړی او سالم ساتي.