له اندازې زیات پلور؛ ايپل د «ایفون ۱۱» په تولید کې د زیاتوالي اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۸ل): د امریکا مشهور شرکت «ایپل» د کاروونکو په بې اندازې غوښتنې او د ایفون ۱۱ ځیرک مبایل د غیر متوقع پلور له امله ددې په تولید کې د زیاتوالي اعلان وکړ.

د راپورونو له مخې د ایپل نوي مبایلونه چې په زړه پورې ځانګړتیاوې لري او په بیه کې له تېرو مبایلونو څخه مناسب دي په پراخه کچه پلورل کیږي، چې اوس یې ددې مبایل په تولید کې ۱۰سلنه چې شاوخوا ۸ ملیونه مبایلونه کیږي اعلان کړل.

د شرکت خپرونکو ادعا کړې چې ایپل دغه پریکړه د پلورونکو لخوا د زیاتې غوښتنې څخه وروسته کړې، د ایپل اجرائیه سرچینې ویلي چې اوسمهال غوښتنې زیاتې دي، خو مونږ باید په دې هکله محتاط شو او د پریکړې په اړه ډیر خوشبینه ونه اوسو.

له دې وړاندې په ځانګړي ډول په تېرو څو کلونو کې د ایپل لخوا وړاندې شوي مبایلونو د پام وړ خرڅلاو نه و ترسره شوی چې له کبله یې شرکت په محدود ډول تولید کاوه.

د ایپل خپرونکو ادعا ده چې د کمې بیې ماډل (ایفون ۱۱ او ایفون ۱۱ پرو) چې د پخوا په پرتله یې بیه کمه ده د پلور زیاتې غوښتنې کیږي، خو د «ایفون ۱۱ پرو مکس» غوښتنې د زیاتې بیې له کبله د پام وړ نه دي چې شرکت یې هم په تولید کې د زیاتوالي مخه نیسي.

ایپل شرکت دوه اوونۍ وړاندې د ستمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه د خپلو درې نویو مبایلونو (ایفون ۱۱، ۱۱ پرو او ۱۱ پرو مکس) څخه پرده پورته کړه او د ستمبر په ۲۰مه نېټه یې پلور ته وړاندې کړل چې غوره ځانګړتیاوې، غوره کامره او ښایسته ډیزاین یې د مینوالو توجه ځان ته جلب کړې ده.

د ایفون ۱۱ مبایل بیه د ۶۹۹ ډالرو څخه پېل کیږي چې د تېر ایفون XR په پرتله ۵۰ ډالره کمه ده، همدا لامل دی چې ددغه مبایل غوښتنې هم زیاتې شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د