نړۍ

عراق؛ حکومت مخالفو مظاهرو کې لسګونه کسان وژل شوي، زرګونه ټپيان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ تله، ۱۳۹۸ل): د عراق پلازمېنې بغداد او نورو ښارونو کې د اداري فساد او بې کارۍ ضد مظاهرو کې د وژل شوو کسانو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی او له نږدې څلور زره ټپيان دي.

د عراق لومړي وزير عادل عبدالمهدي ويلي، د مظاهره چيانو ټولې غوښتنې مني او په بغداد کې لګېدلې کرفيو يې هم بيرته پورته کړه.

عربي رسنۍ وايي، چارواکو بغداد ته تللې لارې پرانيستي، خو په لارو او واټونو کې امنيتي ځواکونه د تيارسۍ حالت کې دي.

په بغداد کې د ترکيې «اناضول» خبري اژانس وايي، د کرفيو پورته کولو سربېره هم نن شنبه په بغداد ښار کې د خلکو تګ راتګ پيکه دی او ډېری دوکاندارانو د امنيتي ګواښونو له امله خپلې هټۍ تړلي دي.

اوس هم د بغداد سربېره په ډېرو ښارونو کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې روانې دي.

د عراق عامې روغتيا وزارت وايي، په دغو مظاهرو کې له سلو زيات کسان وژل شوي او نږې څلور زره نور ټپيان دي، خو نورې طبي سرچينې وايي، د وژل شوو او ټپيانو شمېر دې هم زيات دی.

دا مظاهره چيان تر اوسه منظمه مشري نه لري، له حکومته د استعفا غوښتنه کوي او ټينګار کوي، چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې بايد رڼې ټاکنې وشي.

د عراق پارلمان هم له حکومته غوښتي، چې د لاريونوالو پر ضد له تاوتريخوالي لاس واخلي.

د پارلمان رئيس محمد الحلبوسي له صدر اعظم عادل عبدالمهدي غوښتي، چې د تاوتريخوالي پر مهال د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څېړنه وکړي او پر لاريونوالو د برید کوونکو محاسبه وکړي.

صدر اعظم عادل عبدالمهدي د تلويزوني وينا پر مهال مظاهره چيانو ته ډاډ ورکړی، چې ټولې غوښتنې به يې منل کيږي، کومې کورنۍ، چې عوايد نه لري، د حکومت له لوري به ورته مرستې ټاکل کيږي، خو په عين حال کې يې ويلي، چې دا اصلاحات په يوه ورځ، يوه مياشت او يوه کال کې نشي کيدای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x