افغانستان

ټاکنو کميسيون: د بايوميټرک يو شمېر ماشينونه او ميموري کارډونه نادرکه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ تله، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کمیسيون وايي، په پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو سيمو کې د بايوميټرک ماشينونه او ميموري کارډونه نادرکه شوي دي.

د ټاکنو کميسيون غړي مولانا عبدالله نن په کابل خبري غونډې ته وويل، چې يوازې کابل کې د بايو ميټرک اووه ماشينونه ورک شوي او زورواکانو د ۲۲ بايوميټرک ماشينونو ميموري کارټونه غلا کړي دي.

ښاغلي عبدالله زياته کړې، چې د کابل سربېره په نورو سيمو کې د بايوميټرک ماشينونه نادرکه شوي او د رايې اچوونو د دې مرکزونو د رايو شمېر په اړه به وروسته پرېکړه کيږي.

د ټاکنو کميسيون ياد غړي زياته کړې، چې تر اوسه د ۲۱زرو مرکزونو رايې ور رسېدلي او د ۶ زرو مرکزونو رايې سکن شوي دي.

نوموړي زياته کړې، چې د ۲۲ زرو مرکزونو رايې کابل ته رارسېدلي او د نورو ولايتونو حساس مواد به هم د نن ورځې تر پایه کابل ته راورسېږي.

ښاغلي عبدالله ټينګار کړی، چې د بايوميټرک ماشينونو له رسېدو وروسته به په دوو مرحلو کې ټولې رايې پاکې شي.

د هغه په وينا په لومړۍ مرحله کې به بايوميټرک او غیر بايوميټرک رايې سره جلا کړي او ورپسې به د بايوميټرک شوو رايو کې د نورو تخنيکي ستونزو څېړنه وکړي.

مولانا عبدالله وويل، د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د تلې مياشت په ۲۷مه اعلان شي.

د روانې تلې مياشت په شپږمه ولسمشريزو ټاکنو کې ۱.۲ ميليونه خلکو رايه اخيستې وه، خو دوه ورځې وړاندې د ټاکنو خپلواک کميسيون اعلان کړی و، چې دوه ميليونه کسانو په ټاکنو کې برخه اخيستې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x