افغانستان

سيګار: امریکا د سولې بوديجه د طالبانو د کمزوري کولو او ويشلو لپاره کاروي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان بیا رغونې او مرستې لپاره د امریکا څارونکې ادارې «سيګار» په خپل تازه راپور کې ويلي، د امریکا دفاع وزارت او افغان حکومت په افغانستان کې د سولې په نوم بوديجه د دې لپاره لګوي، چې طالبان پرې کمزوري او په خپلو کې سره وويشي.
سيګار وايي، د افغان حکومت د سولې د تحکيم پروسې خپل باور له لاسه ورکړی او لامل يې دا دی، چې دا پروسه د امریکا د سياسي موخو لپاره وکارول شوه.

د سيګار د موندنو پر اساس د سولې عالي شورا هڅې بې اغېزه او له فساده ډکې دي او له همدې امله نړيوالو مرستندويه هېوادنو او مؤسسو ورسره خپلې مرستې هم درولي دي.
د سيګار په باور د افغانستان سولې د تحکيم پروسه بې اغېزه، بې پلانه او له فساده ډکه ده.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۰ کال کې د جمعيت اسلامي د ګوند مشر او پخواني جهادي ليډر برهان الدين رباني په مشرۍ د سولې عالي شورا جوړه شوه، چې د مياشتې پنځوس زره ډالر يې د مشر تنخوا او دسترخوان و، د نورو غړو يې له پنځو تر پنځلس زرو ډالرو تنخواګانې وې.
د سولې عالي شورا د ادارې په جوړښت او مشر نيوکې وې، چې برهان الدين رباني د طالبانو ضد جګړې مشر و او د ده په مشرۍ د سولې شورا به هېڅکله ګټوره ثابته نه شي.
برهان الدين رباني په ۲۰۱۱ کال کې په يوه سرتيري برید کې ووژل شو او زوی صلاح الدين رباني يې ځای ناستی وټاکل شو، ورپسې پخوانی جهادي مشر پير سيد احمد ګيلاني او د هغه له مړينې وروسته محمد کريم خلیلي د سولې عالي شورا مشر ټاکل شوی دی.
ډېری سياستوال او کارپوهان د سولې عالي شورا بې ګټې، بې اغېزه او له فساده ډکه بولي، خو دغه اداره ادعا کوي، چې د تېرو څو کلونو د فعاليتونو له امله يې له حزب اسلامي سره سوله وشوه او ګڼ شمېر طالبان عادي ژوند ته راګرځولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x