نړۍ

کابلوف: طالبان سولې او جګړې دواړو ته تيار دي / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ تله، ۱۳۹۸ل): افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوتين خاص استازي ضمير کابلوف ويلي، طالبان اوس هم د سولې خبرو ته حاضر دي او هيله لري، چې له امریکا سره د سولې نهايي شوې مسوده لاسليک شي.

دغه روسي ديپلومات له يوه هندي تلويزون سره په مرکه کې ويلي، که امریکا سوله غواړي، طالبان هم سولې ته تيار دي او که جګړه خپل انتخاب بولي، نو طالبان جګړې ته هم تيار دي.

د کابلوف په باور طالبانو له روسيې غوښتي، چې د سولې خبرو بيا پيلېدو کې مرسته وکړي او طالبان اوس هم سولې او جګړې دواړو ته تياری لري.

دغه روسي ديپلومات زياته کړې، چې د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازی اوس هم له طالبانو سره د سولې خبرو نهايي کولو او لاسليک ته هيله من دی او غواړي، چې د افغانستان کشاله د سياسي هلو ځلو له لارې حل و فصل شي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، طالبانو د سيمې قوتونه پر خپل دريځ قايل کړي دي.

د افغانستان د چارو کارپوه او ژورنالېست رحيم الله يوسفزي نن ټکی اسيا سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، طالبان په دې توانېدلي، چې سيمه کې د امریکا حريف هېوادونه په خپل دريځ قانع کړي او له همدې امله د روسيې، چين، ایران او پاکستان حکومتونه د طالبانو دريځ معقول بولي او له امريکا يې غوښتي، چې د افغانستان سولې لپاره له طالبانو سره د سولې مسوده لاسليک کړي.

د ضمير کابلوف د مرکې مهم ټکي:

کابلوف د یو ې هندي ورځپاڼي (سټراټیژیک نیوز انټرنیشنل)سره په مرکه کې:

ورځپاڼه :

طالبان چې پخوا ورته د تروريستي ډلې په سترګه کتل کیدل اوس ورته یو ډول نړیوال مشروعیت ورکول کیږي، کله مسکو، کله چین، ایران، ازبکستان او اندونیزیا ته سفرونه کوي او د افغانستان منتخب شوی حکومت پکې هیڅ ډول ګډون نه لري، داسې ښکاري لکه طالبان چې حکومت وي. ستا نظر په دي اړه څه دي؟

کابلوف :

اول خو دا چې طالبانو ته سفرونو مشروعیت نه دی ورکړی؛ بلکي طالبانو دا مشروعیت د جنګ په میدان کې ګټلی، له نړیوال ځواک او کابل حکومت سره يې جګره کړې او دا د کابل د حکومت اشتباه ده چې ځان برلاسه کولو کې ناکام پاته شوي.

دا همداسې یوه ساده موضوع ده، د طالبانو مشروعیت له دغه ځاي سرچینه اخلي او موږ یو واقع بین او عملي خلک یو، موږ پوهیږو چې طالبانو سره له خبرو پرته سوله نه شي راتلای او په دې وجه موږ ضرورت لرو چې دوی راوغواړو او خبرې ورسره وکړو، دا خبرې په پټو ځایونو کې نه کیږي نو ځکه موږ دوي خپلو پلازمیو ته راغواړو.

ورځپاڼه:

طالبانو له پخوا څخه څه توپير کړی؟

کابلوف: طالبانو کې تر پخوا ښه بدلون راغلی، موږ پخوا دوي ته د ترهګر قوت په سترګه کتل خو اوس د یو ملي نظامي او سیاسي مخالف په سرګه ورته ګورو.

ورځپاڼه:

پاکستان په طالبانو څومره اغیز لري؟

کابلوف: پاکستان په طالبانو کنترول نه لري، طالبان یو مستقل ځواک ده.

ورځپاڼه:

ملا برادر په پاکستان کې تقریب ۱۰ کاله بندي وو، خو هغه ورځ يې پاکستاني چارواکو ته کلکه غیږ ورکړه، تاسو دې کار ته په څه نظر ګورئ؟

کابلوف:

له همدې ځایه معلومیږي چې ملا برادر یو معقول او مسئول مشر دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولانا الحاج اشرف.

جوړ تازه،
هماغه د ګیدړ خبره ده،چه سترګی د سری دی،
مسکو هم شغالانو څخه زمری جوړوی ،لاسونه په کش کوی او ورته وایی چه،سترګی دسری دی ښکار ورټوپ کوه.
کاش چه مسکو ورته واییلی وای.چه طالیبه
ستا سترګی چه سری دی ،د دولت سترګی هم سری دی،کرار په ځای کینه سوله ته غاړه کیږده.
مسکو مطلب دا دی چه افغانان په خپل منځ کی چه ښه سره قتل کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x