شعـــــرونه

غزل؛ مصطفی پسرلی

مصطفی پسرلی

لکه سکروټې مې په زړه ذرې، ذرې پرتې دي
په وريت وجود مي د پېړيو حماسې پرتې دي

د مستۍ شور مې نن په مړه وجود اثر نه لري
دلته بې شمېره راته مخ کې جنازې پرتې دي

کرار، کرار مې ساه وباسي په ښکاره مې وژني
زما او ژوند ترمنځه ډيرې فاصلې پرتې دي

د بې ننګۍ څپو وهلي په ننګ څه پوهېږي
کچکول په لاس په سرکونو پښتنې پرتې دي

د سپينو ليچو او سرو شونډو ارمان نه کومه
ستا ديدنونو ته اشنا لا بلا شپې پرتې دي

يه پسرلېه! ستا په شونډو خندا ولې نشته؟
همدا پوښتنې د جومات په دروازې پرتې دي

مصطفی پسرلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x