نړۍ

وزیرستان: په وسله وال برید کې د پاکستاني فوځ ۲۰ تنو عسکرو ته مرګ ژوبله رسیدلی

Pakistani_soldiers_armyنن ټکی آسیا-میرانشاه: نن یو وار بیا تر ۱۵۰ زیاتو وسله والو په وزیرستان کې د پاکستاني فوځ پر یوې پوستې برید کړی، چي له کبله يې د پاکستاني چارواکو په وینا لږ تر لږه ۸ عسکر وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا په برید کې ۱۲ بریدګر هم وژل شوي دي.

یو ځايي چارواکي رویترز خبري اژانس ته ویلي چي بریدګر وسله والو سره راکټونه، درنې اسلحې وې،

او دنیمي شپي وروسته يې پر پوستې برید وکړ، چي له کبله يې ۸ مړه او ۱۲ نور ټپیان شوه.

د نومړي په وینا پاکستاني فوځ هم د هغوي د برید دفاع وکړه، او په ترڅ کې ۱۲ وسله وال ووژل.

برید د شمالي او جنوبي وزیرستان په پوله کې د مکین په سیمه کې پر یو پوستې شوی، چيري چي پخوا د پاکستاني طالبانو قوي مرکزونه وه.

پاکستاني ځواکونو دغه سیمي د ۲۰۰۹ په جګړو کې لاندي کړې وې، او دغه سیمه يې تر يو حده د پاکستاني طالبانو څخه پاکه کړې وه.

اوس ګمان کيږي چي د طالبانو اکثریت په شمالي وزیرستان کې دی، او امریکا د پاکستان څخه په وار وار غوښتنه کړې چي پر دغه سیمه هم د جنوبي وزیرستان په څیر پراخ ځمکني عملیات وکړي، خو د پاکستان له خوا تر اوسه واضح جواب نه دی ورکړه شوی، خو اوس داسي مالومیږي چي دغسي بریدونه به اخیر پاکستاني ځواکونه په دې مجبور کړي چي ځمکني عملیات پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x