نظــر

غربي دیموکراسي، بی معنا اصطلاح او پوچه مفکوره

استاد دلاور خان سېلاب

غرب دیموکراسي د یوې ناروا او خونړۍ وسیلې په توګه د اسلام او مسلمانانو پر ضد کاروي؛ که اوسنۍ دیموکراسي ته، چې غرب یې دعوه کوي د زړه پر سترګو وګورو، نو پردې به پوه شو، چې نه یواځې دا چې دا یو ضد او نقیض عمل دی، بلکې غربي دیموکراسي مونږ د یو داسې ارتجاعي (انقباض او انبساط وړ) څادر سره تشبیه کولای شو، چې د هغه کارول یواځې د هغوی د خوښې کار ګڼل کیږي، هغوی کولای شي دغه څادر د خپلې اړتیا له مخې لنډ یا اوږد کړي او کولای شي، چی د دیموکراسۍ تر شعار لاندی یوه ټولنه وځپي او همدارنګه غواړي دغه ارتجاعي څادر په یو ځای کې لنډ اوږدوالي او په بل ځای کښی پلن خپور کړي ، البته په بل ځای کې یې پر بله نا اشنا بڼه خپور کړي ،که مونږ د غرب دیموکراسي په خپله په غرب کې وګورو او بیا یې د کابل او بغداد له دیموکراسیو سره پرتله کړو. نو ډیر توپیر سره لري همدارنګه که مونږ ددنیا ټولو قاموسونو او ډکشنریانو ته رجوع وکړو. نو په اکاډمیک ډول سره ددنیا د هیڅ یوې ژبې یو قاموس به داسې پیدانه شي، چې مونږ ته د هغې دیموکراسۍ مانا راپه ګوته کړي، چې غرب یې اوس په نړۍ کې پر متضادو بڼو پلې کوي.

له همدې لامله د دنیا ټول پوهان د دیموکراسۍ له ټولیزې پیژندنې عاجز دي؛ ځکه چې دغه پوچه مفکوره یوه خیالي پدیده ده، دغه امیبایی ( وحید الحجروی بیولوژیکی مکروب دی چی ثابته او څرګنده بڼه او شکل نه لري ؛ بلکه په هر محیط او چاپیریال کی په بیلابیلو شکلونو شتون لری ) ډوله ګنده نسخه ددی لپاره را مینځ ته شوی ده چی د بشری ټولنو تر مینځ اصلی او فطری توازن مختل او د هر راز ناروغیو، افتونو او مصیبتونو د خپریدا سبب شی، او همداسی هم ده ، په یوه سالمه او خوشاله ټولنه کی د اوسپنی او اور پر مټ ددغی بشری ضد او انسانی ضد اژدها د پلی کولو پوسیله غرب غواړي چې په يادی ټولنی خپلې ښکیلاکي غوښتنې پلې کړی . په دی لاره کی د اسلامی ټولنی سربیره د بل هر انسانی چاپیریال، پت ، عزت ، شرف ، ناموس او دینی ، عنعنوی او تاریخی ارزښتونه پایمالول یی اشد وسیلوی لومړیتوب دی (اوس مهال یی د کابل ارګ ښه بیلګه ده) او په پای کی یی طبیعی شتمنی لوټول خپل وروستی هدف دی.

. ددیموکراسۍ تر سیوری لاندی یوازی چټل او ګنده ژوی ساه اخستلای او ژوند کولای او بس.
ډیره هیښونکی داده چی متاسفانه ځینو پرونیو مهاجرینو او مجاهدینو افغان ډوله څیروته هم دغه مکروب سرایت کړی دی ، او په سخته ګرمه تبه کی پراته دی ، او دومره یی خپل مغز له لاسه ورکړی ، چی نور روغ خلک ورته ناروغ ښکاري ، او رنګا رنګ تهمتونه پری لګوی، اوسترګو ته یی خاوری ورشیندی، که چا ورته ناروغ وویل نو خیر به یی نه وی.

ددوی صحی وضعیت دعقیدوی دیموکراتانو په پرتله خورا زیات خراب دی. او د ډالری خوسی (گوساله) په عبادت کی تر هغوی زیات اخلاص ښیی ، دا ښه ده چی د بنی اسرائیلو په څیر د موسی علیه السلام له امتیانو څخه نه دی ، که خدای مه کړه داسی وای نو د ځان او نورو په مرګ به اخته شوی وای ، اګر که دغه ډول تازه پیښی اوس مهال یوڅه ثبت شوی هم دی. خو توپیر یی په دی کی چی مرګونه د بل په لاس او مسولیت یی دوی منی. ګواکی دوی د خپل تاریخ بی ساری اتلان دی.

استاد دلاور خان سيلاب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

سیلاب صاحب ! سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! ستاسی له په حقایقو ولاړی لیکنی چه د دموکراسی اصلی مخ مو پکی بربنډ کړی نړی مننه او ستاینه کوو. زه به هم څه ورسره ورزیات کړم : د دموکراسی په اړه مو د ټولو خبرو سره پوره توافق لرم ولی هنوز هم کمی دی دموکراسی نړیوال دجالی دین او نظام دی د الهی نظام په مخالف قطب کی قرار لری یعنی حلال او حرام یی د د اسلام د حلالو او حرامو سره سرچپه دی. نظم نوین جهانی ( حریص او استثمارګرو نړیوالو ) د الهی نظام او الهی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x