
تر اووم اکتوبر مخکې
حفيظ الدين پيرزاده
کال: ۲۰۰۱ م………
یو عجیب حالت په ټوله نړۍ طاري و.
وړوکی بش د اخري صلیبي جگړې د اعلان په درشل کې و.
د غربي نړۍ ټولې رسنۍ پر افغانستان د حملې لپارہ پر ذھنیت جوړونې بوختې وې.
د ھر تلویزون پر شیشه، د ھر اخبار پر ټنډہ او د ھرې مجلې په وقایه د ھماغه یوہ طالب تصویر مالومیدہ چې قُمچینه په لاس ښځې وھي.
پاکستان، ایران او زموږ د شمال گاونډیانو خپل ټول امکانات، نظامي اډې، لارې گودرې او نور د ناټو لوجستیکي خدماتو ته وقف کړې وې.
د امریکې او غرب استخباراتي سازمانونه د ډالرو له بکسونو سرہ افغانستان ته رسیدلي و، د فھیم، رباني، سیاف او نورو د اخیستلو لړۍ پیل شوې وہ.
داسې بریښیدہ چې د طالبانو او په ټوله کې د افغان ولس د اجتماعي اعدام فیصله د الله امر دی او غاړہ به ور ته ږدو.
مخالفت یې له اللھي امر څخه سر غړونه او د انسانیت او بشریت خلاف کار دی!!
ھغه مھال انترنیت خال خال یو نیم ځای کې کاریدہ، تیلفونونه ھم نه و عام شوي نو زما به ټوله ورځ د بي بي سي، سي إن إن، فاکس نیوز، الجزیرہ او سویدني خبري چینلونو تر منځ په ټوپونو تیریدہ.
میرمن مې زما نا ھوسائي او اضطراب حس کړی و. یوہ ورځ یې راته وویل: دا چې ته وایې پر افغانستان حمله کیږي او بې شمیرہ ولسي خلک به پکې ووژل شي، آیا تاسې نه شئ کولای د امریکا د سفارت مخې ته د جگړې پر خلاف مظاھرہ وکړئ ؟! ښایي په نورو ملکونو کې ھم افغانان را پاڅیږي او د جگړې په خلاف آواز اوچت کړي!!
ماته یې وړاندیز معقول مالوم شو او بې له مظاھرې مو په لاس کې بل بدیل ھم نه درلود. نو د تیلفون کتابچه مې را واخیسته او تیلفون ته کیناستم.
خو چې ھر ملگري ته به مې زنگ واھه، ھغه ته به پیل کې زما خبرې ټوکې ښکاریدې، او چې پوہ به شو ټوکې نه کوم نو بیا به یې په نصیحتونو راته پیل وکړ، ځینو خو ان دا راته وویل داسې خبرې په تیلفون کې مکوہ، دا ھر څه اوریدل کیږي او ثبتیږي. له ځان سرہ به دې موږ ھم غرق کړي یو.
زما ملگري ملامت نه و، د غرب رسنیو داسې ناتار جوړ کړی و چې ټول خلک یې گنگس کړي و، نور زہ نه ھم پوھیدم چې څه به کیږي او څه روان دي، د ملگرو د استدلال ځواب مې ھم نه درلود. یواځې زړہ مې دا گواھي ورکوله چې دا ھر څه غلط دي یا پر غلطه خوا روان دي!
غالبا ډاکټر فاروق اعظم یواځینې افغان و چې د جگړې په خلاف یې آواز اوچت کړ. په لندن کې یې د انگریز د بھرنیو چارو وزارت مخې ته په یواځې ځان په داسې حال کې مظاھرہ وکړہ چې روژہ یې په خوله وہ او باران پرې وریدہ.
ھغه ھماغه وخت ویل: جگړہ د حل لار نه دہ، راشئ چې دا مسئله د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړو.
ښایي ھغه به ھم ملگرو ته زنگونه وھلي وي او ممکن ھماغه ځواب یې تر لاسه کړی وي کوم چا ما تر لاسه کړی و.
آخر اوم د اکتوبر راورسید او د نړۍ تر ټولو قوي او د غښتلي اقتصاد لرونکیو ھیوادو د نړۍ په تر ټولو ضعیف او فقیر ھیواد حمله وکړہ!
د ناټو لومړی بم پر افغانستان پر اوم د اکتوبر را وغورځید!
دا د ھغه جرم سزا وہ چې موږ اصلا نه و کړی!!!!
_______________
حفیظ الدین پیرزادہ
د اکتوبر ۶/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن