
د مشرانو جرګې رئیس: د پارلمان مشر دې خپل ځان اصلاح کړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۸ل): د ارګ او بهرنیو چارو وزارت تر منځ د ناندرۍ له سړېدلو وروسته اوس د مشرانو جرګې او پارلمان د رییسانو تر منځ د توندو څرګندونو موضوع ګرمه شوې او مسلمیار په تونده لهجه د پارلمان له رییس غوښتي چې ځان دې اصلاح کړي.
فضل هادي مسلمیار چې د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې یې خبرې کولې، وویل « د پارلمان رییس دې ځان اصلاح کړي او خپل وزن دې وپېژني ، کنې ټول افغانستان پوهېږي چې په څومره فساد او تقلب د پارلمان ريیس شو».
یاده دې وي، چې څه موده وړاندې د مشرانو جرګې رییس په یوه رسمي ناسته کې ګواښ وکړ، چې «بې بایومټریک» رایې به د ټاکنو کمېسیون د مشرې په «پلار» هم ومني، نوموړي که څه هم د خپلو همدې څرګندونو په تړاو بښنه وغوښته؛ خو د پارلمان رییس یې هماغه مهال په غبرګون کې ویلي وو « د مشرانو جرګې رییس خبرې له ګواښونو ډکې او له اخلاقو تشې وې».
مسلمیار په ننۍ ناسته کې یو ځل بیا په خپله خبره ټينګار وکړ، چې له بایومټریک پرته رایې دې وشمارل شي.
څوک کولای سی چی پدی غلام او فاسد دولت کی يو د ښو اخلاقو ، د سالمی عقيدی او د لوړ همت خاوند راوښيی ؟
چی دسولی اوازی تودی سی، غلامان بیا یواوبل ته په غپیدوسی.