ملا صاحب دا وكه، ملاصاحب دا مکوه

ملا بشیراحمد الحنفي

افغانستان هیواد هم د نورو هیوادونو په څېر مختلفي ایډیالوژۍ لري، د انګریزانو د راتګ سره سم دلته سوچونو او فکرونو تغیر پیداکړ، خاصتا کله چي اروپا د نهضت په درشل کي وه، او افغانان په یو نوم او بل نوم هلته لاړل.

داخلک چي کله بیا هیواد ته راستانه سوه، دوی همغه افغانان نه وه پاته. بلکي برعکس سل درجې تغیر یې خوړلی وو.

خو د افسوس خبره دا وي چي کله یو چاپانۍ امریکا ته ولاړ سي، نو دی هلته ډاکټر او انجینر سي.
کله چي را ستون سي، دی په خورا لوړ عزم او اراده په اخلاص او صداقت سره بیا خپل هیواد ته خدمت پیل کړي.

خو بل لوري ته له بده مرغه زمونږ ځیني افغانان چي بیا بهرنیو هیوادونو ته ولاړسي، ددې پرځای چي دهغه ځای علم لاسته راوړي، دوی د هغه ځای ګنده ثقافت د ځان سره راوړي، د علم پرځای یې فیشن ښه زده کړی وي، د هوښیارۍ پر ځای یې بې عقلي له ځان سره راوړي وي.

دلته چي بیا راسي د دې پرځای چي د میني او محبت درس خلکو ته ورکړي برعکس د نفرت څخه یې پیل کړي، دده لمړی ګزار یا پر دین وي، او یاهم پر ملا وي.

دده فیلډ یا څانګه یا په بل عبارت تخصص به یې ساینس وي یا طب وي، خو دی به د دین په ډیرو داسي عمیقو او ژورو مسایلو باندي ږغیږي چي حتی علماء خپله هم دا جرات نسي کولی چي بحث ورباندي وکړي.

او کله کله بیا ځیني افغانان د هغو هیوادونو لپاره مستقیم یا غیر مستقیم جاسوسي هم کوي، کله چي راسي بیا نظام ننګوي کودتاوي پرې کوي، لکه څرنګه چي مونږ او تاسو د داسي پیښو شاهدان یو.

په افغانستان کي مختلفي فکري طبقې خلک شتون لري، ځیني دیندار وي، ځیني د دین سره خاص علاقه نلري پر سیاست یې باور زیات وي، ځیني بیا دواړه خوښوي.

هغه طبقه خلک چي د دین سره خاص علاقه نلري، پر سیاست او حکومتولۍ یې ورزه زیاته وي، هغوی بیا د دیندارو خلکو سره هم جوړه نه وي خاصتا د ملا سره یې حساسیت زیات وي.

دا ډول خلک خپل فکري لید لوری لري، د دوی فکري سرچیني د هغو هیوادونو له اوبو خړوبیږي چي ګران وطن یې د ترهګرۍ په نوم څو ځله اشغال کړ.

داخلک عالم، ملا په هیڅ حالات نه پریږي، ستونزه به ممکن په ملا کي نه وي، خو دوی اصلا د ملا طبقې سره د اور او ابو غوندي حساسیت لري.

دا ډول خلک له یوه طرفه د سیکولریزم مفکوره دځان سره لري، ( یعني دین او سیاست بیل ګڼي).

کله چي ملا په سیاست کي خبري وکړي، او یا ورګډ سي دوی سمدلاسه پر ملا راغورځي ورته وایي: ” سیاست خو د ملا کار ندی، ملا باید پنځه وخت لمونځ خلکو ته ورکړي، ملا باید په جومات کي ماشومانو ته درس ووایي”.

له بل لوري ته چي بیا همدغه خلک په هیواد کي د چوکۍ او هوس په نوم یو دبل غوښي سره خوري، او ولس ته یې د وحشت جامې اغوستي وي دلته بیا د دوی ملاصاحب په یاد سي، بیا وایي: ملایان چوپ دي، د حق خبره نسي کولی، دوی د پردیو هیوادونو جاسوسان دي، خدای پاک به ددوی سره حساب کوي، دوی ولي د ممبر له لاري خپل ږغ نه پورته کوي”!؟.

دا طبقه هغه مذبذبه او خواهشت پرستان خلک دي چي د خپل موقف د ساتلو په خاطر داسي څرګندوني کوي، که ددوی ګټه پکښې وه، ږغ پر ملا صاحب کوي او که یې تاوان پکښې وو بیا ملاصاحب ورڅخه منع کوي.

د دوی دنده همیشه دا وي چي ملاصاحب دا وکړه او ملاصاحب دامکوه.

کله چي په هیواد کي جګړه وي ټول ملاصاحب ملامتوي، خو کله چي چوکۍ تقسیم کیږي هلته بیا ملاصاحب غریب د دوی د نکاح او هدیرې مزدور وي، او یایې مړو ته استنجاء ور وهي .

کله چي په هیواد کي فحش، بې حیایي، بې پردګي روانه وي، دوی وایي داخو د ډیمکراسئ اصل دی، او دا ازادي ده، خو کله چي بیا د همدې ډیمکراسئ د ړنګولو پرېکړه ولس وکړي، دوی بیا ملاصاحب ملامت کړي.

ددوی په نظر ملا صاحب باید ددوی د خواهشاتو مزدور وي، په مسجد کي ۵۰۰۰ افغانۍ معاش ورکوي، کار د روزانې د مزدور ورڅخه غواړي، د مسجد نظافت پاکي خپله نکوي په ملاصاحب غریب یې کوي، کله چي بیا ملاصاحب ناوخته جومات ودروي د ده ږغونه څلورم کلی اوري، خو په کور کي بیا د خپلي ښځي عورته وي، د خلکو د ډار په کوڅو کي بازار ته وزي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

محترم الحنفی صاحب ! د دی کمبختو دښمنی د ملا سره نده ، د دوی دښمنی د هغه سره ده چی ملا صاحب ايمان پر راوړی دی .

masoom afghan
میلمه
masoom afghan

ملا بشیراحمد الحنفي!
ژوندﺉ اوسې کامیاب اوسې ډیره ښه خبرې ته دې اشاره کړې.
عجبه لا داده چې دیمکراسۍ ته پرمختګ وایې
دې اوسني عصر کې چې ځانو ته تعلیم یافته
مفکران،روشنفکران هم وایي بیا هم د دیموکراسۍ او پر مختګ توپیر نشي کولﺉ.

Karwan
میلمه
Karwan

ملا صاحب قربان د شم، سل په سلو کي مو حقيقت بيان کړي. الله ج دي د اسلام مقدس دين په هرځاي کي حکيم لري او دغه ملايان د دين ستني د الله په خپل امن کي ساتي. ډيره مننه کاروان

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه په خیر،
حنفی صاحب ته.
ستا لیکنی سره زه بیلکل موفق نه یم،
ستا لیکنه بر عکس ده.ملایانو باندی هیڅوک غرض نه لری.ولس له سیاسی ملایانو څخه تر پوزی پوری راغلی دی.
سیاسی ملایانو کنز،پنج کتاب،ګلستان،یی لوستی وی،هم قضاوت کوی،هم جلادی کوی.او هم پادشاهی غواړی،هم فتوا لګوی.هم مغزه لوستلی شی،هم په زړونو پوهیږی.
د ښه ملایانو هر څوک قدر کوی.ملایان داسی وی لکه ،د ترکیه ملایان او اندونیزیا سعودی ملایان.
زما په فکر افغانستان سیاسی نیمچه ملایان ډیر لری.سیاسی ملایان د ولس او د دین په ګټه نه دی .
خلک مه تباه کوی.اول علم وکړی بیا فتوا ګانی لګوی،