
غزل؛ جانان خدرخېل
جانان خدرخېل
خر به د پنجاب په خوا وي، سپی د امریکا په خوا
دواړه دې دوزخ کې سره وتړل شي خوا په خوا
اوس به مو دستي مسلماني سره معلومه شي
زۀ که د ملا په خوا شوم، ته به یې د چا په خوا ؟
زۀ ځینو یارانو هغه جنګ کې تنها پریښی یم
چرته چې رقیب هم درېدلی دی زما په خوا
ماسره چې خدای او د دې خلکو دعاګانې وي
لاس دې خلاص؛ اتۀ شلې ملکونه دې وي ستا په خوا
تورو ګونګټانو ته به خود لېوني ښکاري چې
سپینو پتنګانو مخه کړې د رڼا په خوا
موږ چې “خدرخېله” د آدم په لار روان یو نو
لوڼې د حواء به خود درېږي د حوا په خوا
ـــــــــــــــــــــــــــــ
۱۳۹۸/۷/۱۴
ماسره چې خدای او د دې خلکو دعاګانې وي
لاس دې خلاص؛ اتۀ شلې ملکونه دې وي ستا په خوا
موږ چې “خدرخېله” د آدم په لار روان یو نو
لوڼې د حواء به خود درېږي د حوا په خوا